افغانستان کریکټ

راپورونه: د افغانستان او بنګله دېش ۱۹ کلونو سریز هم له خطر سره مخ دئ

افغانستان کې ورستیو حالاتو د کرکټ پر لوبو زیاته اغېزه کړې، څه موده مخکې یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د درییو یورځنیو لوبو سریز د پروازونو له امله تر ۲۰۲۲ کال پوري وځنډوئ او اوس داسي راپورونه ورکول کیږي، چې د افغانستان او بنګله دېش ۱۹ کلونو ترمنځ سریز به هم وځنډول شي.

دا خنډ په داسي مهال کې رامنځته کیږي، چې له افغانستان څخه نورو هیوادونو ته لاهم پروازونه نه دي شروع شوي او افغان لوبډله د پاکستان وېزو ته په تمه ده، ترڅو لومړی پاکستان ته د بسونو په وسیله او له هغه ځایه بیا بنګله دېش ته د طیارې په واسطه ولاړ شي.

د بنګله دېش کرکټ بورډ وایې د افغانستان سره لوبې ځنډوو خو موږ همیشه د افغانستان کرکټ لوبډلې سره لوبو ته چمتو یو که چیری دوی د ټاکلې نېټې څخه یوه اونۍ مخکې راشي هم موږ دا سریز ترسره کوو.

بل لوري ته د افغان کرکټ بورډ د رسنیو مدیر حکمت حسن له کریک بز ورزشي ویب پاڼي سره مرکه کې زیاته کړې ده، چې له کابل څخه هیڅ پرواز نشته موږ د پاکستان ویزو ته په تمه یو ترڅو راورسیږي او له هغه ځایه بنګله دېش ته سفر وکړو.

ټاکل شوې ده چې افغانستان ۱۹ کلنه لوبډله د بنګله دېش ۱۹ کلنې لوبډلې پروړاندي پنځه یو ورځنۍ او یوه ټیسټ لوبه ترسره کړي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې