دلوبغاړو په اړهلیګونه

کارابین پریمر لیګ کې انډري رسل په نوي ریکارډ جوړولو سره تباکونکي لوبه ترسره کړه.

د ویسټ انډیز کارابین پریمر لیګ «سي پي ایل» کې د ویسټ انډیز الراونډر انډري رسل تباکونکي لوبه وکړه او ریکارډ یې ثبت کړ.

د کارابین پریمر لیګ دریمه لوبه تېره شپه د سنټ لوشیا او جمیکا تلاواز لوبډلې ترمنځ ترسره شوه چې پکې د انډري رسل اړوند جمیکا تلاواز په «۱۲۰» منډو بریا خپله کړه.

تلاواز په لومړي وار توپ وهنې د ۵ لوبغاړو سوځېدو په سر ۲۰ اورونو کې ۲۵۵ منډې وکړې، د نورو لوبغاړو ترڅنګ انډري رسل په ۱۴ توپونو د ۶ شپږیزو او ۳ څلوریزو په مټ ۵۰ ناسوځېدلي منډې وکړې.

سینټ لوشیا لوبډلې د ټاکل شوي هدف په تعقیب ۱۳۵منډې وکړې او د ۱۲۰ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله، انډري رسل لومړی لوبغاړی شو چې په کارابین پریمر لیګ کې په کمو ۱۴ توپونو ۵۰ منډې ترلاسه کوي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې