مقالې

د افغان لوبډلې سوپر فن رحیم صدیقي وایي چې له نن وروسته به د رضاخان کاکا ټکټ پیسې زه ورکوم او د لوبډلې ملاتړ لپاره به سفر کوي.

د افغان لوبډلې مشهوره سوپر فن «رحیم صدیقي» کمپاین په ټولنیزو رسنیو وروسته له هغې پیل شو چې خبر یال «فرید الله سعادت» یې لوبډلې سره مل کېدو غوښتنه وکړه.

هغه په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي و: له عزيز الله فضلي صيب يوه غوښته.
افغان سوپرفن رحيم صدیقي چې له 2010 کال راهیسې په مسلسل ډول ملي لوبډله تشويقوي او ان په نړيواله کچه هم مشهور دی بايد د ملي لوبډلې رسمي ملاتړ کوونکی يا هم سوپرفن اعلان شي او له ملي لوبډلې سره د سمبول په توګه بايد په هر ميدان کې د افغانستان په درې رنګه بيرغ رنګ شتون ولري.
دا به سره له دې چې يو نوښت وي بلکې د هند، پاکستان، ويسټ انډيز، سريلانکا او نورو لوبډلو پڅېر به زمونږ لوبډله هم يوه هڅوونکې څيره ولري او لوبغاړو ته به روحيه ورکړي.
که څه هم زه ډاډه يم چې رحيم جان ښايي د کوم امتياز غوښتنه ونکړي خو همدا چې له ملي لوبغاړو سره د يو ځای د تګ راتګ چانس ورته برابر شي دا هم غټه خبره ده.
د خپلو وياړونو قدر وکړئ!

له دغه کمپاین وروسته د کرکټ بورډ نوي ټاکل شوي مشر عزیزالله فضلي ژمنه وکړه چې هغه راتلونکي شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ ته دعوت کړي.

له دغه بلنې وروسته رحیم صدیقي په خپله فیسبوک پاڼه ولیکل: ټولو ته سلامونه.

يو څو خبری بايد واضع کړم، هغه دا چې اول خو الحمدالله هرڅه خدای راکړي او هیچا ته مې لاس اوږد نه دی نو هغه کسان چې وايي رحيم د امتياز لپاره ځان په بيرغ رنګ کړی بيخي ډاډه اوسئ.

باغ دا چې زما ځکه د سوپرفن جوړيدو او د کرېکټ بورډ له لورې رسمي اعلان حق دی چې لاندې دلايل لرم.

1: الحمدالله نړيوال تور پاسپورټ لرم او هيڅ هيواد ته د ويزې اخيستلو اړتيا نلرم.

2: په نړيوالو ژبو بلد يم او ستاسې په دعا به داسې سيال په نړيوال ډګر ونلرم چې له ما څخه به د خپل هيواد ښه نماينده ګي وکړي په تيره نړيوالو جامونو کې.

3:بله دا چې کرېکټ بورډ زمونږ او ستاسې د ټولو ملي شتمني ده د يوې روپۍ امتياز هيله هم نه ترې لرم بلکې هدف مې صرف معنوي لاسته راوړنه ده او وي به ان شاء الله.

اوس يوه خبره داده چې ډيری خلک د رضا خان کاکا په اړه راته پوښتنه کوي چې هغه به څنګه شي؟ دا پوسټ درسره سکريت شاټ کړی چې له همدا نن نه رانيولې د رضا خان کاکا د تګ راتګ ټکټ په ما شو او له ملي لوبډلې سره چې هر چيرې سفر کوي د ټکټ پيسې يې زه ورکوم او زه غواړم چې دواړه يوځاي خپل اتلان وهڅوو ان شاء الله.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې