دلوبغاړو په اړهلیګونه

راشدخان خپله لوبډله تر پایلوبې ورسوله،خو نوموړی به پکې شتون ونلري

راشدخان تیره شپه د انګلستان په ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې خپلې لوبډلې ته نامنونکي بریا ور خپله کړه.

راشدخان لومړۍ په څلورو اورونو کې ۲۵ منډې ورکړې او یوه ویکټ یې واخیسته.بیا په توپ وهنه کې داسې لوبه وګټله چې لوبډلې یې بریا فکر نه درلوده.

نوموړي توپ وهنه کې په نهو توپونو ۲۷ ناسوځیدلي منډې جوړې کړې.د نوموړي توپ وهنه کې درې څلوريزې او دوه شپږیزې شاملې وې.

لوبډلې یې د ۱۷۸ منډو ورکړل شوی هدف د لوبې په وروستي اور کې د پنځو لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او بریا یې خپله کړه.

راشدخان د سیالۍ غوره لوبغاړی اعلان شو.

نوموړي پخپلو خبرو کې وویل،خوښ دی چې خپله لوبډله یې تر یو مهم پړاو ورسوله،خو نوموړي زیاته کړه،چې دا به د هغه لپاره بدقسمتي وي چې پایلوبه کې به ورسره شتون ونلري.خو راشدخان زیاته کړه چې حتما به وروستۍ لوبه د تلویزون له لارې هم ننداره کوي.

د یادونې وړ ده چې ټونټي بلاسټ سیاليو پایلوبه د سپټمبر په اتلسمه نېټه ترسره کیږي،دا هغه نېټه ده چې راشدخان به پکې شتون ونلري او نوموړی ای پي ایل سیالیو کې برخه اخلي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې