بهرني لوبغاړيمقالې

درې هغه لوبغاړي، چې ټیسټ لوبو کې زیات ځلې غوره لوبغاړي ټاکل شوي.


ټیسټ کرکټ یوه حوصله ناکه لوبه ده، چې دې فارمټ کې لوبغاړي زیات کوښښ کوي، چې ځان ښه له وشتنځای سره عادت کړي او په زیاتو توپونو کمي منډي جوړي کړي.

د همدې حوصلې په خاطر لوبغاړي بیا په ټیسټ لوبه کې تر ډېره پوري ولاړ وي او منډي جوړي، چې په پایله کې بیا د لوبې غوره لوبغاړی هم ټاکل کیږي، همدارنکه توپ اچونکی بیا زیات کوښښ کوي تر څو مقابل لوبغاړي په ډيري هوښیاري سره وسوځوي.

دلته به په یاده لیکنه کې دوه توپ وهونکي او یو توپ اچونکی دروپېژنو، چې په ټیسټ لوبو کې یې زیات ځلې د غوره لوبغاړي جایزه ګټلې.

جیو روټ د انګلستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلشمر او توپ وهونکی توانېدلی، چې تر دمه پوري په ټیسټ لوبو کې ۱۲ ځله د غوره لوبغاړي جایزه خپله کړي.

سټیو سمیت د اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی توپ وهونکی دي، چې تر دې دمه پوري ده هم ۱۲ ځله د غوره لوبغاړي جایزه ګټلې او سټورټ براډ د انګلستان ملي لوبډلې توپ اچونکی دی، چې ۱۰ ځله یې د غوره لویغاړي جایزه ترلاسه کړې ده.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې