دلوبغاړو په اړهلیګونه

چېټوان ټایګرز لوبډلې ډایریکټر: زمونږ لوبډلې ځوان لوبغاړي به له شهزاد څخه زیاتې تجربې ترلاسه کړي

د نيپال ایوریسټ پریمیر لیګ چېټوان ټایګرز لوبډلې ډایریکټر بېنېتا چوهدري وایي،خوښ دي چې د افغانستان او نړۍ مشهوره لوبغاړی شهزاد محمدي له دوی سره یو ځای شو.

د نوموړي په وینا،شهزاد محمدي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې هغه لوبغاړی دی چې په نړیوال کرکټ کې یې ستر ریکارډونه جوړ کړي دي.

بېنېتا په وینا،ټول د لوبډلې ځوان لوبغاړي پدې خوښ دي چې شهزاد د دوی لوبډلې سره یو ځای دی او د نوموړي څخه به د کرکټ په برخه کې اړینې مشورې ترلاسه کړي.

“مونږ ډیر د خوشحالۍ احساس کوو چې شهزاد به ایوریسټ پریمیر لیګ سیالیو کې زمونږ لوبډلې په ګټه ولوبیږي.د ځوانو لوبغاړو لپاره به دا یو ښه فرصت وي چې له هغه څخه د کرکټ تجربې ترلاسه کړي.”

له بلې خوا شهزاد محمدي هم ویلي،چې د نيپال هیواد خلک د کرکټ سره ډیره علاقه لري او نوموړی به د هغوی د خوښ ساتلو لپاره په کاتمندو لوبغالي کې له شپږیزو کار اخلي.

” په کاتمندو لوبغالي کې شپږیزو وهلو ته په بې صبرۍ انتظار یم.د نيپال خلک په نړۍ کې له هغو خلکو څخه یو دي چې کرکټ سره زیاته علاقه او جذبه لري.زه هم ورته انتظار یم چې ټایګرز لباس کې هغوی ته یو ساعتیری او خوښي ورکړم.”

د یادونې وړ ده چې شهزاد محمدي لدې وړاندې په لومړي پړاو کې هم د یادې لوبډلې لخوا اخیستل شوی و.خو د کرونا ویروس د خپریدو له کبله یادې سیالۍ ترسره نشوې او شهزاد هم پکې ګډون ونکړ.

ایوریسټ پریمیر لیګ سیالۍ به د راتلوونکي سپټمبر میاشتې په ۲۵مه نېټه پیل چې د اکتوبر تر نهمې به دوام وکړي.

د یادونې وړ ده چې شهزاد د پاکستاني دانش عزیز وروسته دوهم خارجي لوبغاړی دی چې په یاد لیګ کې اخیستل کیږي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې