بهرني لوبغاړينړیوال کریکټ

مارک ووډ د هندوستان پروړاندي درییمه ټيسټ لوبه له لاسه ورکړه

د انګلستان د کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی تېز توپ وهونکی مارک ووډ، چې په دوهمه لوبه کې یې د هندوستان پروړاندي اوږه خوږ سوه، تازه ځینو سرچینو تائید کړه، چې هغه به د هندوستان پروړاندي په راتلونکې لوبه کې برخه وانخلي.

د انګلستان د کرکټ ملي لوبډلې مشر روزنکي کریس سیلور د ووډ له ټپي کېدو وروسته هیله وښوده، چې هغه به بیرته ژر لوبو ته راوګرځي، خو د مارک ووډ داکټرانو هغه د لوبو کولو څخه منع کړی، ولي چې د اوږې ټپ یې لا نه دی ښه شوی.

دا په داسي حال کې ده، چې د دې لوبډلې څلور نور پیاوړي لوبغاړي، سټورډ براډ، جوپر ارچر او کریس ووکس د ټپونو له امله په انګلستان لوبډله کې نشي لوبېدلای او بین سټوکس څلورم لوبغاړی دئ، چې د کرکټ لوبې څخه یې د څه وخت لپاره مخه ښه کړې ده.

ممکن انګلستان کرکټ ملي لوبډله په درییمه ټيسټ لوبه کې د مارک ووډ پر ځای ثاقب محمود او یا هم کریګ اوورټن ته په لوبډله کې ځای ورکړي، په دې خاطر چې نور ټول مشهور تېز توپ اچونکي یې نشي لوبېدلای.

د یادوني ده، چې هندوستان په لومړۍ ټيسټ لوبه کې انګلستان ته ماتې ورکړې، دوهمه لوبه یې د باران له امله بې پایلي پای ته ورسېده او ټاکل شوې ده، چې درییمه ټيسټ لوبه یې د همدې میاشتې په ۲۵مه نېټه ترسره شي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې