دلوبغاړو په اړهلیګونه

راشد د اذادۍ ورځ د کرکټ په میدان کې ولمانځل

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پیاوړي سلو توپ اچونکي راشد خان ارمان تېر ماښام لوبه کې خپل پر مخ د افغانستان درې رنګه بیرغ تور سور زرغون مخ باندي رسم کړی وو او د اذادۍ ورځ یې ولمانځل.

راشد تر دې مخکې پر خپل رسمي فیسبوک پاڼي داسي لیکلې وه د اذادۍ د ورځي په پار: “ګرانو وطنوالو،
د ګران افغانستان د خپلواکۍ ١٠٢مه کلیزه مو مبارکه شه، د سوله ایز، پرمختللي، مستقل، خپلواک او له نړۍ سره د سیال افغانستان په هیله، زنده باد افغانستان.”

هغه د دې لوبې سره نور په سل بالیزه لوبو کې خپل بریالی سفر هم پای ته ورسوی او په نژدې ورځو کې به افغانستان ته راشي او د خپلې ملي لوبډلې سره به یو ځای شي.

خان په سل بالیزه لیګ کې، چې د انګلستان لیګ دئ له ټینټ روکیټس لوبډلې سره په ۹ سیالیو کې برخه واخیسته او په دې نهو لوبو کې یې په ۷.۹۴ ایوریج توپ اچوني سره ۱۲ لوبغاړي وسوځول، خان په لیګ دوهم زیاتې ویکټي اخیستونکي لوبغاړی دئ تر دې دمه.

له راشد سره په څنګه د افغانستان درییو نور لوبغاړو محمدنبي، مجیب الرحمن او قیسم احمد هم په دې لیګ کې برخه اخیستې ده، چې نبي راغلی او له ملي لوبډلې سره په کابل کې یو ځای شوی.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې