دلوبغاړو په اړه

د فضل حق فاروقي ژوند ته لنډه کتنه!

فضل حق فاروقي د افغانستان په لغمان ولایت کې په کال ۲۰۰۰ د سپټمبر په ۲۲مه نېټه زېږېدلی دئ، چپ لاستې نیمه تېز توپ اچونکی دئ، چې اوس ۲۰ کاله عمر لري.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې غړیتوب لري، د دې ترڅنګ په ۱۹ کلنه ملې لوبډله او داخلې لوبو کې له مختلفو لوبډلو سره لوبېدلی.

فاروقي د لومړي ځل لپاره په ملي لوبډله کې په کال ۲۰۲۱ د مارچ په شلمه نېټه د زیمبابوي پروړاندي په شل اوریزه لوبه کې راڅرګند شو.

شل اوریزه اوبې یې:
فضل حق فاروقي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې سره تر دې دمه پوري په یوه شل اوریزه لوبه کې برخه اخیستې ده او په دې یوازنۍ لوبه کې یې په توپ اچونه کې په ۴ اورونو کې ۲۷ منډي ورکړي او یو لوبغاړي یې سوځولی دئ.

فرسټ کلاس لوبې یې:
فاروقي په کور دننه په ۱۲ فرسټ کلاس لوبو کې د خپلې لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې ۲۲ لوبغاړي سوځولي دي، چې په یوه لوبه کې یې تر ټولو ښه توپ اچونه د ۲۶ منډو په ورکولو سره د ۶ لوبغاړو سوځول دي.

لیسټ اې لوبې یې:
د افغانستان ملي لوبډلې دې ځوان لوبغاړي په ۶ لیسټ اې لوبو کې توپ اچونه ترسره کړې ده، چې په دې ۶ لوبو کې یې ۶ لوبغاړي سوځولي دي، په یوه لوبه کې یې ښه توپ اچونه د ۵۴ منډو په ورکولو سره د ۴ لوبغاړو سوځول دي.

فاروقي تر اوسه پوري په یو ورځنۍ لوبو کې برخه نه ده اخیستې خو د پاکستان پروړاندي د راتلونکو درییو ورځنیو لوبو لپاره په ۱۷ کسیزه لوبډله کې انتخاب شوې، ممکن په یوه یاهم دوو لوبو کې ورته چانس ورکړل شي.

فضل حق فاروقي د هندوستان په غوره لیګ سیالیو کې د کینګز الیون پنجاب لوبډلې له لوري یو ځل د نیټ بالر په توګه هم ور غوښتل شوې او په دې لوبډله کې یې تمرینات هم له پیاوړو لوبغاړو او توپ اچونکو سره ترسره کړي.

۲۰ کلن فاروقي د ملي لوبډلې ترڅنګ په ۱۹ کلنه ملي لوبډله، ایمرجنګ لوبډله، اموریجن، بوست ډیپینډرز، کابل فراوینس او ننګرهار لوفرز لوبډلو لپاره لوبې ترسره کړي دي.

فارقي له ملي لوبډلې سره

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې