لیګونه

په هند غوره لیګ سیالیو کې ګډونواله لوبډله سنرایزر حیدراباد هم اماراتو ته ځي.

په هندوستان غوره لیګ سیالیو کې ګډونواله لوبډله سنرایزر حیدراباد به د سپټمبر میاشتې په لومړۍ نېټه د هندوستان له ممبی ښار څخه د کرونا منفي ټیسټ وروکولو څخه وروسته اماراتو ته ولاړه شي.

له هغه وروسته به یاده لوبډله د څه وخت لپاره په اماراتو کې د کرونا په خاطر هغه ټاکلې موده قرنطین تېر کړي، چې د اماراتو له لوري ورته ورکړل شوی او بیا به تمریناتو ته راوګرځي تر څو لوبو ته ښه چمتوالی ولري.

له حیدراباد څخه مخکې دوې لوبډلې ممبی او چینای اماراتو ته تللي او د قرنطین موده یې پای ته رسېدلې او چینای نن خپلو تمریناتو ته دوام ورکړ.

د هند اې پي ایل سیالیو څوارلسم پړاو لیګ ۲۹ سیالۍ د هند په کوربتوب ترسره شوې، خو له هغه وروسته یې یو شمېر لوبغاړي په کورونا اخته شول او ددې لیګ ۳۱ لوبې وځنډېدې.

اوس پاته ۳۱ سیالۍ د راتلونکې سیپټمبر میاشتې په ۱۹مه نېټه پیلیږي، چې په لومړۍ لوبه کې به چینای سوپرکینګز د ممبي انډینز لوبډلې پر وړاندې د میدان ډګر ته کښته شي، دا لوبه د متحده عربي اماراتو په دُبۍ ښار کې ترسره کیږي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې