نړیوال کریکټ

سریلانکا عمان ته د دوو شل اوریزه لوبو لپاره سفر ترسره کوي.

د سریلانکا کرکټ بورډ تائیده کړه، چې لوبډله به یې د نړیوال شل اوریزه جام مخکې د دوو شل اوریزه لوبو لپاره عمان هیواد ته ولاړه شي.

راتلونکی شل اوریزه نړیوال جام په دوو پړاونو کې ترسره کیږي، چې په لومړي پړاو کې به بنګله دېش، سریلانکا، عُمان، پاپو نګیني، ایرلینډ، هالنډ، سکټالنډ او نیمیبیا هیوادونه په خپلو منځونو کې ۱۲ لوبې د عُمان هیواد په کوربتوب له ټاکل شوې نیټې مخکې ترسره کړي او څلور مخکښې لوبډلې به یې د ۱۲ لوبډلو غوره پړاو ته لاره پیداکړي.

په دې لړ ګې به عمان هیواد لومړۍ لوبه پاپو نګیني سره د اکټوبر په ۱۷مه، دوهمه له بنګله دېش سره په ۱۹مه نېټه او درییمه لوبه له سکاټلینډ سره په ۲۱مه نېټه ترسره کوي.

نړیوال جام ته د لا ښه چمتوالي په خاطر عمان دا سریز د سریلانکا سره ترسره کوي، د سریلانکا پخوانی کرکیټر او د عمان ملي لوبډلې روزونکی دیلیپ مینډیس وایې، خوښ یم چې د یوه بشپړ غړیتوب لرونکي هیواد له لوبډلې سره لوبې لرو.

تر اوسه پوري د دې دوو هیوادونو ترمنځ د یادو دوو شل اوریزه لوبو دقیقه نېټه نه په ډاګه شوې خو یوازي دومره ویل شوي، چې د نړیوال شل اوریزه جام مخکې ترسره کیږي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې