مقالېنړیوال کریکټ

بابر اعظم د شل اوریز نړیوال جام څخه مخکې هند ته خبرداری ورکړ.

د کرکټ په ډګر کې د هند او پاکستان ترمنځ د سر سختو سیالانو تر منځ جګړه او یوه له خورا په زړه پوري شیبو څخه ده، د کرکټ نړۍ لوی سیالان هند او پاکستان به د شل اوریزه نړیوال جام کې د اکتوبر په ۲۴ مه نېټه په دوبۍ کې یو له بل سره مخ شي.

د شل اوریزه نړیوال جام نېټې اعلان د سه شنبې په ورځ شوی و او وروسته له هغې چې د پاکستان لوبډلمشر بابر اعظم د هند لوبډلې په شمول نورو لوبډلو ته هم خبرداری ورکړ چې په لوړ مورال سره به د شل اوریزه نړیوال جام په سیالیو کې برخه اخلي.

د پاکستان لوبډلمشر بابر اعظم د ۲۰۲۱م کال نړیوال جام ګټلو ته سترګې په لار دی ځکه چې هغه ټینګار وکړ چې هغه غواړي د ټورنامنټ په ګټلو سره د شل اوریزه نړیوال جام دوهم ځل دپاره اتلوالي ترلاسه کړي.

بابر اعظم چې د کرکټ نړیوالې شورا سره خبرې کولې وویل” په اماراتو کې نړیوال جام ترسره کول موږ ته د کورني ټورنیمنټ په څېر دی، هغه وویل چې د اماراتو په لوبغالي دوی د پاکستان سوپر لیګ سیالۍ او نړیوالو لوبډلو کوربتوب کړی چې د بریاوو فیصدي یې لوړه ده.

په عین وخت کې د هند سربېره پاکستان به د سوپر ۱۲ مرحلې په ګروپ «۲» کې د نیوزیلینډ او افغانستان سره هم لوبې وکړي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې