افغانستان کریکټمقالېنړیوال کریکټ

افغانستان کرکټ بورډ د ویسټ انډیز او استرالیا په وړاندې د درې اړخیزه شل اوریزه لړۍ هڅه کوي.

د کرکټ نړیوالې شورا «ای سي سي» ته په افغانستان کې د پرمختګونو خبر ورکړل شوی چېرې چې په تېرو څو ورځو کې وضعیت خورا خراب و، د طالبانو واکمني په افغانستان کې ناڅاپي وه.

د «ټایمز آف انډیا» د راپور له مخې د کرکټ نړیواله شورا په کابل کې وضعیت څاري او د افغان کرکټ بورډ چارواکو سره به په تماس کې وي، اوس مهال د افغانستان روان وضعیت په متحده عربي اماراتو کې د شل اوریزه نړیوال جام کې د افغانستان د ګډون په اړه یوه پوښتنه رامینځته کړې، چې ټاکل شوې د اکتوبر په ۱۷ مه نېټه پیل شي.

خو افغان کرکټ بورډ د کرکټ د نړیواله شورا ته ډاډ ورکړی دی چې طالبان د کرکټ سره کوم مخالفت نلري، بلکې غواړي چې د کرکټ ملاتړ وکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ هڅه کوي چې له ویسټ انډیز او اسټرالیا سره د شل اوریزو سیالیو لړۍ تنظیم کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ د رسنیو مدیر «حکمت حسن» پدې وروستیو کې څرګنده کړه چې لوبډله به د اوسني وضعیت سره سره د نړۍ په هر ډول سیالیو کې برخه واخلي، نوموړي دا هم وویل چې افغان لوبډله به په نږدې وخت کې بېرته په کابل کې خپل تمرین پیل کړي.

ټاکل شوې ده چې افغانستان راتلونکې میاشت په سریلانکا هېواد کې د پاکستان په وړاندې د درې یو ورځنیو لوبو لړۍ هم ترسره کړي، خو د دې لړۍ په اړه هم شک شتون لري.

د افغانستان کرکټ بورډ اوس مهال هڅه کوي چې د ویسټ انډیز او اسټرالیا سره د درې اړخیز سیریز کوربه توب لپاره ځای نهایی کړي، دا وړاندیز شوې لړۍ به شل اوریزه فارمټ وي ترڅو لوبډلې د راتلونکي شل اوریزه نړیوال جام لپاره ښه تیاری ولري.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې