دلوبغاړو په اړهمقالې

راشدخان او محمدنبي د افغان ګډوالو سره مالي مرستې اعلان کړې.

افغان لوبغاړي د نړۍ لوبغاړو سره ډېر توپیر لري، دوی نه یوازې د ملي بیراغ رپولو لپاره تر نیمایي ډېر ژوند بهر کوي او شپه ورځ تمرین کوي، بلکې تر ډېره د افغانستان په روانو حالاتو کې د بې وزله کورنیو لاسنیوی هم کوي.

محمدنبي او راشدخان تېره ورځ د خپلو ټولنیزو رسنیو د لارې د نړۍ په مشرانو غږ وکړ چې افغانان سوله غوښتونکي دي، او باید د نړۍ مشران په دغه سختو حالاتو کې د مرستې لاس ورکړي.

د نړۍ په مشرانو د مرستې له غږ وروسته محمدنبي عسی خیل د هغه «۷۰» کورنیو سره د خوارکي توکو مرسته وکړه چې د جګړې له امله یې خپل کورونه پرېیښي وو.

بل افغان لوبغاړي راشدخان هم ویلي چې «۳۰۰۰۰» امریکایي ډالر مرسته به په هغه افغانانو وویشي چې د جګړې له امله بې ځایه شوي دي.

د دوی ترڅنګ نورو افغان لوبغاړو هم په ملي تجارانو او نورو شتمنو غږ وکړ چې خپلې مرستې سپما نکړي او د هلمند، کندهار څخه راغلو ګډوالو سره مرسته وکړي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې