دلوبغاړو په اړهمرکې

شعیب اختر: که ټنډولکر مې خوږ کړئ وای، شاید ما بیخي د هند وېزه بیا نه وای ترلاسه کړې.

شعیب اختر او سچن ټنډولکر په کرکټ کې د وخت ستر سیالان وو او زیاتره وخت د دوی ترمنځ په لوبو کې ستر رقابت شوی،خو بیا هم د کرکټ علاوه دوی سره نږدې ملګري هم وو.

یو وخت په ۲۰۰۷ کال کې پاکستان لوبډلې د شعیب اختر په شتون کې هندوستان ته د سیالیو لپاره سفر وکړ،دواړو لوبډلو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې.

شعیب اختر وایي،راته یاد دي،هندي او پاکستاني لوبغاړو ته جایزې یا انعامات ویشل کیدل او پدې ځای کې د ساعتیري لپاره ما ټنډولکر څخه غیږه تاو کړه او پورته مو کړ،خو لاسونه مو وښویدل او هغه راڅخه په ځمکه خطا شو،سخت خفه شوم،خو خوشبحتانه چې نوموړی ټپي نشو.هربجن سینګ او یوراج سینګ هم راغلل او راته ویې ویل چې دا څه کوې؟

که چیرې هغه ځای کې ټنډولکر ته کوم زیان رسیدلی وای،شاید زه یې ژوندی په اور سوځولی وای او کیدای شول چې ما بیا د هند ویزه نه وای ترلاسه کړې،خوښ پدې شوم چې هغه ته زیان ونه رسیده.

شعیب اختر زیاته کړه،ما یوازې د مینې په خاطر ټنډولکر پورته کړ،که خدای مه کړه په هغه څه شوي وای،هندوستانیانو به دا فکر کاوه چې قصدا یې په ځمکه خطا کړ.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې