لیګونه

کامران اکمل:هند کرکټ بورډ باید د کشمیر پریمیر لیګ څخه ملاتړ وکړي.

کشمیر پریمیر لیګ هغه لیګ دی چې د شروع کیدو سره سم ورسره هند کرکټ بورډ په ښکاره مخالفت څرګند کړ.دوی هغو بهرنیو لوبغاړو ته په هندوستان د بندیز خبردارۍ هم ورکړ چې په یاد لیګ کې د ګډون لیواله وو.

کشمیر هغه سیمه ده چې دواړه هیوادونه یې خپله سيمه بولي او څو ځلې یې یو او بل سره جنګونه هم کړي دي.

خو د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني ویکټ ساتوونکي لوبغاړي کامران اکمل ويلي،چې هندوستان کرکټ بورډ ددې په ځای چې ورته ستونزې جوړې کړي،باید ملاتړ یې وکړي.

د نوموړي په وینا سپورټ د یووالي پیغام دی او باید له سياست سره تړلی نه وي.

«په مظفر آباد سیمه کې د یو داسې کرکټ لیګ په لاره اچول اسانه کار نه وو.مونږ پدې برخه کې له ګڼو ستونزو سره هم پکې مخ شوو.زه ما له قوله،کله چې سپورټ ته راشو،پدې برخه کې یو هیواد باید د بل هیواد ملاتړ وکړي،نه دا چې ورته ستونزې جوړې کړي چې دا ښه کار ندی.سپورټ یو داسې څه دی چې یووالي رامنځ ته کوي.»

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې