افغانستان کریکټ

د افغانستان او پاکستان ترمنخ د تېرو څلورو یو ورځنیو لوبو نتیجې.

افغانستان او پاکستان کرکټ ملې لوبډلې د یو بل سرسخت سیالان دي او دوی ډېرې وخت د یوبل پروړاندي سیالۍ هم نه ترسره کوي، خو دلته یې د تېرو څلورو لوبو په اړه معلومات در کوو.

افغانستان د پاکستان کرکټ ملې لوبدلې پروړاندي خپله لومړۍ یو ورځنۍ لوبه په ۲۰۱۲ کال کې د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره کړه، چې په یاده لوبه کې پاکستان کرکټ ملې لوبډلې افغانستان ته په ۷ ویکټو ماتې ورکړه، دوهمه لوبه یې په ۲۰۱۴ کال کې ترسره کړه، په یاده لوبه کې بیا هم پاکستان کرکټ ملې لوبډلې په ۷۲ منډو بریا خپله کړه.

درییمه لوبه د دې دوو لوبډلو ترمنځ هغه وخت ترسره شوه، کله چې افغانستان کرکټ ملې لوبډلې فول میمبر شیپ هم ترلاسه کړی وو، دا لوبه په ۲۰۱۸ کال کې په ابو دوبۍ کې وشوه، خو بیا هم افغان لوبډلې د پاکستان څخه په درییو ویکټو ماتې وخوړه.

او څلورمه لوبه یې په ۲۰۱۹ نړیوال پنځوس اوریزه جام کې، چې په انګلستان هیواد کې ترسره شو، د یاد هیواد په لیډس کرکټ لوبغالي کې دا دوې لوبډلې سره مخامخ شوې او پاکستان په یاده څلورمه لوبه کې هم په ډيري سختۍ سره افغانستان کرکټ ملې لوبډلې ته په ۳ ویکټو ماته ورکړه.

د یادوني ده، چې افغانستان او پاکستان کرکټ ملې لوبډلې به د یو بل پروړاندي د راتلونکې میاشتې په لومړۍ نېټه د درییو یو ورځنیو لوبو لړۍ په سریلانکا هیواد کې راپېل کړي او د دې لوبو لپاره په نژدې څو وروځو کې افغان لوبډله سریلانکا هیواد ته سفر ترسره کوي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې