دلوبغاړو په اړهریکارډونهمقالېنړیوال کریکټ

له واده کولو وروسته یې د سلیزې څرک نشته، ویراټ کوهلي د انګلستان خلاف یو بل منفي ریکارډ هم د ځان په نوم ثبت کړ.

د هندۍ لوبډلې لوبډلمشر ویراټ کوهلي د نړۍ یو له غوره او ځیرکه کریکټرانو څخه یادیږي، که څه هم داسې کم پېښېدل چې نوموړی دې په کومه سیالۍ کې سلیزه یا هم نیمه سلیزه جوړه نکړي.

خو له هغه وخته چې نوموړي د هندوستان فلمي اداکارې انوشکار شرما سره واده کړی، په لوبو یې منفي تاثیر غورځېدلی دی, له ۲۰۱۹ م کال وروسته نوموړي په درې واړه فارمټو کې کومه سلیزه نده جوړه کړې.

د هند غوره لیګ په تېر فصل کې هم نوموړی پرلپسې له ناکامیو سره مخ وو، د هند کرکټ مبصر ویلي و چې ویراټ کوهلي د انوشکار شرما په توپونو تمرین کوي ځکه خو عملي میدان کې په چټکو توپونو لوبه نشي کولای.

ویراټ کوهلي د انګلستان خلاف لومړۍ ټیسټ سیالۍ کې په لومړي توپ صفر سره ویکټ جیمز انډرسن ته پرېښوده، نوموړی لومړی هندی لوبډلمشر شو چې په ټیسټ فارمټ «۹» ځلې په صفر سوځوسیږي.

باید یاده کړو چې ویراټ کوهلي په ټیسټ فارمټ کې خپله وروستۍ سلیزه په ۲۰۱۹ م کال کې د بنګله دیش خلاف جوړه کړې وه.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې