دلوبغاړو په اړهلیګونه

سل بالیزه لوبو کې راشدخان ارمان د زیاتو ویکټو اخیستو په لیست کې له دوو نورو لوبغاړو سره په سیالۍ کې دئ.

سل بالیزه کرکټ لیګ چې په انګلستان کې پیل شوي، د افغان لوبغاړو ترڅنګ د نړۍ پیاوړي لوبغاړي پکې لوبیږي او ښې لاسته راوړني لري.

په دې لوبو کې تر دې دمه پنځو لوبغاړو تر نورو ډېري ویکټي ترلاسه کړي دي، چې په دې لیست کې د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې پیاوړی سلو توپ اچونکی راشد خان ارمان هم موجود دئ.

په سل بالیزه لوبو کې تر اوسه پوري زیاتې ویکټي مرچنټ ډیلنګا اخیستي، ده تراوسه په یادو لوبو کې ۵۹ توپونه ترسره کړي او ۸ لوبغاړي یې سوځولي دي، دوهم لوبغاړی عادل رشید دئ، ده په روانو سیالیو کې ۸۰ بالونه ترسره کړي او ۸ ویکټي یې ترلاسه کړي دي.

درییم لوبغاړی د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې د شل اوریزه لوبو ځوان لوبډلمشر راشدخان دئ، ده هم تراوسه په یاد لیګ کې ۸۰ توپونه ترسره کړي دي، چې په دې توپونو کې یې ۸ لوبغاړي اوټ کړي دي، ادم میلان په ۸۵ توپونو سره ۷ لوبغاړي او جیمی نیشم په ۵۵ توپونو ۶ لوبغاړي اوټ کړي دي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې