نړیوال کریکټ

نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډله د پنځو شل اوریزه او درې پنځوس اوریزه سیالیو لپاره پاکستان ته سفر کوي او مهالویش یې اعلان شو.

پاکستان کرکټ بورډ د پنجشبنې په ورځ یو ځل بیا خبر ورکړ،چې نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډله به د ای سي سي کرکټ ورلډ کپ درې پنځوس اوریزو سيالیو لپاره په سپټمبر میاشت کې د پاکستان دوره وکړي.

پاکستان کرکټ بورډ په وینا،ددې سربیره به د دواړو لوبډلو ترمنځ پنځه شل اوریزې لوبې هم ترسره شي.

که چیرې نیوزیلینډ لوبډله د پاکستان دوره وکړي، دا به په اتلس کالونو کې لومړۍ ځل وي چې نیوزیلینډ لوبډله پاکستان ته دوره کوي.

د پاکستان کرکټ بورډ اجرایوي مشر وسیم خان ویلي،نیوزیلینډ کرکټ بورډ ورسره د پاکستان دورې وړاندیز منلی دی.

نوموړي ویلي، دا به د دوی لپاره ډير د خوښۍ ځای وي چې نیوزیلینډ لوبډله پاکستان ته د سيالیو لپاره سفر وکړي.

سپټمبر هغه میاشت ده چې د هندوستان غوره لیګ «ای پي ایل» سيالۍ هم پکې پیلیږي او شاید د نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلې زیاتره پياوړي لوبغاړي د پاکستان خلاف سيالیو کې ګډون ونکړي.

د مهالویش له مخې د دواړو هېوادونو ترمنځ به درې پنځوس اوریزه سیالۍ د سپټمبر په ۱۷ مه، ۱۹ مه او ۲۱ مه نېټه ترسره شي، پداسې حال کې چې پنځه شل اوریزه سیالۍ به د سپټمبر په ۲۵ مه، ۲۶ مه، ۲۹ مه او د اکتوبر په لومړۍ او دریمه نېټه ترسره شي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې