افغانستان کریکټکورني لوبغاړي

د سولې تر نامه لاندې د خوست چېلنج کپ سيالۍ سبا پيلیږي.

ټاکل شوي چې د سولې تر نامه لاندې د خوست چېلنج کپ سترې سيالۍ به سبا د جمعې په ورځ رسما په دوو لوبو سره پيل شي،چې لومړۍ لوبه به د سهار په ۹ بجو د یکتا او محمد خان کرکټ کلبونو ترمنځ ترسره شي.دوهمه سيالي به د ماسپيښین په دوو بجو د سنګین کرکټ کلب او خوښت ښاروالۍ لوبډلې ترمنځ ترسره شي.

د خوست چېلنج کپ سيالیو کې ټولټال دوولس لوبډلې ګډون کوي او دغه سيالۍ به لس ورځ دوام وکړي.

د یادو سيالیو یوه تنظمیوونکي شهزاد له افغان کریک انفو سره په خبرو کې وویل،چې پدې سيالیو کې به د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو ترڅنګ،د افغانستان کرکټ الف لوبډلې،ایمرجینګ لوبډلې،نوولس کلنو او د خوست پیاوړي لوبغاړي پکې برخه ولري.

شهزاد زیاته کړه،ددې سيالیو څخه یې اصلي موخه د خوست کرکټ ځلانده ساتل او ولس ته پدې حساسو وختونو کې د جنګ په ځای د سولې پیغام ورکول دي.

هغه وویل:«د سولې تر نامه لاندې د خوست چېلنج کپ سترې سیالۍ د شهزاد محمدي نعیم ملنګ او ذکیم خوستي لخوا په لار اچول شوي چې دوولس لوبډلې به پکې ګډون کوي د ملي لوبغاړو تر څنګ د اې لوبډلې،ایمرجېنګ لوبډلې، نولس کلنو لوبډلې او د کورني کریکټ ځلانده ستوري لوبیږي.

موخه یې د خوست کریکټ ځلانده ساتل او ولس ته په دې اساسو شرایطو کې د جنګ په ځای د سولې پیغام ورکول دي.»

د یادونې وړ ده چې ددغه لیګ لپاره زیاترو لوبډلو خپلې لوبډلې هم اعلان کړي دي.

جهاد سنګین کرکټ کلب: جهاد سنګین (کپتان)،رضوان منګل،شاهد کمال،ایمل شاهین،باختر اتل،هیواد افغان،صابر ګربز،خلیل ګربز،خالد تڼیوال،محمد تڼی،لطف الله تڼی،زیت الله شاهین،اصغر زړګی،نسیم افغان.
احتیاطي لوبغاړي:امان الله،فرمان احمدزی،رحمت صبری.

یاکتا کرکټ کلب: اسد ځدراڼ (کپتان)،نورعلي ځدراڼ،منیر،یونس،نصیب خان،شاهین،اکبرعلي،فرهاد منګل،رحمت الله،اسد منګل،نسيم منګل،شاهد،ابراهیم،زکیم خان،احمد شاه.

ټایګر ایلیون کرکټ کلب:نصرت (کپتان)،فرهاد،نعیم،انځرګل،فدا لالا،لعل بادشاه،قسمت الله،خیرالله،عبدالباري،ډي کې نیازی،مصباح،هیواد،فېروز،بیت الله،نعمت.

خوست ښاروالۍ کرکټ کلب: احسان جنت (کپتان)،حمید پیر،منیر کاکړ،وحید شفق،فرحان زاخېل،عبدالمالک،آصف موسی زی،شفیع الله،اکمل،سمیع سالارزی،فرید زرګر،تماس،عادل منګل،اکرم،جبار.
احتیاطي لوبغاړي:نعیم ملنګ،صدام منګل،شفیق قادم.

شمل سټار کرکټ کلب: نورعلي (کپتان)،داود شاه خان،میر صاحب خان،محمدالله،رفیع الله،خلیل،قسمت الله،احمدعلي،عبدالرحمان،نور عزت خان،امیرالله،نصیب شاه خان،صابر،عزیز.
احتیاطي لوبغاړي:مدالک،نعیم،جمال ځدراڼ.

ډاکټر نجیب کرکټ کلب: محمد عمر شمس (کپتان)،حمید منګل،حمید روښان،جمشید،اخترالله،الهام مزار،عبدالقیوم،بشیر،صدیق الله،فرید تیتاک،نعمت ګوهر،ولي الرحمان ذکي،عارف الله،سیدالله،مصطفی.
احتیاطي لوبغاړي: عبدالله ځدراڼ،سید عالم،فیض الله.

افضلي کرکټ کلب: عابد تڼیوال (کپتان) طویل افضلي،اصغر اتل،حسیب لکڼوال،خلیل احمد،عبدالرحمان،طارق ځاځی،محمد قابل تراب،عبدالروف سواتی،عامر ځدراڼ،ګوهر الرحمان،رضوان لکڼوال،باختر تاوار،فضل عظیم،ذاکر هڅاند،زاهد اتل،واحد الرحمان.

محمد خان ځدراڼ کرکټ کلب: شهزاد (کپتان)،صادق شاه،رمان زرمتی،فیصل،نسیم ګربز،مجاهد خان ځدراڼ،وکیل ځدراڼ،زبیح محمدي،نوید،شمس،منیب،وحاب،انور،صویدالله.
احتیاطي لوبغاړي:رفیع صادق،فرمان الله،انور لکڼوال.

تڼي زلمي کرکټ کلب: حنیف الله (کپتان)،شیرزاد،فرید الله،ګل حکیم،ریاض،عامر،محمدالله،عمر،رحمن الله،نعمت الله،وسیم،فرمان الله،فرهاد الله،تائب الله.

نیو سټار کرکټ کلب لوبډله: عبدالحالق (کپتان)،مصطفی،عمران مسرور،ظریف خان،زبیر احمد،نعمت الله،عبدالمجید،محیب،شاهین،حضرت عمر،امین الله،عبدالمجید،طارق ځدراڼ،شفیق.
احتیاطي لوبغاړي: هدایت،افضل،عابد.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې