افغانستان کریکټمقالې

افغانستان کرکټ ملې لوبډله په ټوله اسیا کې لومړي ده، خو څنګه؟

د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې لپاره یو نوی ویاړ دادئ، چې په ټوله اسیا کې تر هندوستان، پاکستان بنګله دېش او نورو ټولو پیاوړو لوبډلو څخه په شل اوریزه لوبو کې لومړی ځای لري.

افغانستان کرکټ ملې لوبډله په تېرو پنځو کلونو کې هغه لوبډله ده، چې په اسیا کې یې تر نورو لوبډلو رن ریټ لوړ دي، افغانستان په اسیا کې ۳۱ شل اوریزه لوبې ترسره کړي، چې په هره لوبه او په هر اور کې ۸.۶۴ رن ريټ لري، دوهمه لوبډله د هندستان کرکټ ملې لوبډلې ده، دې لوبډلې په اسیا کې ۴۱ شل اوریزه لوبې ترسره کړي دي، چې په دې لوبو کې یې رن ریټ ۸.۴۹ دي.

درییم ځای کې د انګلستان کرکټ ملې لوبډله ده، دې لوبډلې په اسیا کې ۹ لوبې ترسره کړي دي او ۸.۴۱ رن ريټ لري، څلورم ځای کې د ایرلینډ کرکټ ملې لوبډلې شتون لري، د دې لوبډلې رن ریټ په ۲۸ لوبو کې ۸.۲۳ دي، پاکستان لوبډله په لیست کې پنځم ځای لري، په ۲۹ لوبو کې ۸.۰۷ یې رن ریټ دي.

بنګله دېش کرکټ ملې لوبډله په ۲۷ لوبو کې ۷.۹۳ رن ریټ لري، سریلانکا کرکټ لوبډله په ۳۳ لوبو کې ۷.۸۷ رن ریټ لري، سویلي افریقا په ۶ لوبو کې ۷.۸۴ رن ریټ لري، نیوزلینډ په ۹ لوبو کې ۷.۸۲ رن ریټ لري، ویسټ انډیز کرکټ ملې لوبډله په ۳۰ لوبو کې ۷.۷۰ رن ریټ لري، زیمبابوي کرکټ ملې لوبډله په ۱۸ لوبو کې ۷.۵۴ رن ریټ لري او د اسټرالیا کرکټ ملې لوبډله د یاد لیست په پای کې شتون لري، دې لوبډلې په اسیا کې تر دې دمه پوري ۱۱ شل اوریزه لوبې ترسره کړي دي، چې په دې لوبو کې یې رن ریټ ۷.۴۷ دئ.

دا په داسي حال کې ده، چې راتلونکی نړیوال شل اوریزه جام په اسیایې هیواد متحده عربي اماراتو کې ترسره کیږي، چې تر ډېره پوري د افغانستان په ګډون اسیا لوبډلې چانس لري، تر څو یاد جام په خپل نوم کړي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې