دلوبغاړو په اړهلیګونه

ډیون براوو د ویسټ انډیز په خاوره وروستۍ لوبه ترسره کړه، بابر اعظم خپله ډالۍ ورکړه، ایان بشپ او پولارډ یې په اړه څه وایي؟

د ویسټ انډیز شل اوریز فارمټ افسانوي لوبغاړي ډیون براوو خپله وروستۍ شل اوریزه لوبه په ویسټ انډیز کې ترسره کړه، ټاکل شوي ده چې نوموړی به د متحده عربي اماراتو په کوربتوب شل اوریزه نړیوال جام وروسته له نړیوال کرکټ تقاعد واخلي.

دغه ۳۷ کلن لوبغاړي د پاکستان پر وړاندې د څلورمې او وروستۍ شل اوریزه سیالۍ له پیل مخکې د ویسټ انډیز کرکټ بورډ ټولنیزو رسنیو له لارې د تقاعد خبر ورکړ.

د پاکستان لوبډلمشر بابر اعظم په پروویډنس لوبغالي کې د څلورمې شل اوریزې لوبې وروسته ډیوین براوو ته خپل لاسلیک شوی شرټ «لباس» وسپارۀ.

د ویسټ انډیز لوبډلې لوبډلمشر کیرون پولارډ د ویسټ انډیز کرکټ په اړه په یوه خپره شوې ویډیو کې وویل: “زه غواړم له دې فرصت څخه ګټه واخلم ترڅو زما د یوه ستوري لوبغاړي لپاره ښه نیک خواهشات څرګند کړم، نوموړي وویل چې براوو که څه هم د ټیسټ او پنځوس اوریزه فارمټ څخه پخوا تقاعد کړی، مګر د کارابین په ځمکه وروستۍ شل اوریزه لوبه کوي.

د ویسټ انډیز پخواني چټک توپ اچونکي اوسني مبصر ایان بشپ وویل چې ډیون براوو د شل اوریزه فارمټ یو غوره لوبغاړی دی چې ویسټ انډیز به یې تشه ډکه نه کړي.

باید ووایو چې د پاکستان او ویسټ انډیز ترمنځ څلورمه شل اوریزه لوبه د باران له امله لغوه چې براوو پکې خپله وروستۍ لوبه ترسره نه کړه.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې