مقالې

پاکستانی کرکټر عمر اکمل بېرته د کرکټ ډګر ته رستنیږي.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی عمر اکمل چې د درغلیو له کبله د پاکستان کرکټ بورډ لخوا د کرکټ د لوبو هر قسم بندیز سره مخ و.

نوموړي ته د کرکټ د لوبو شروع کولو اجازه ورکړل شوه،د اجازې ترلاسه کولو وروسته به نوموړی د کرکټ فعالیتونه پیل کړي.

د پاکستان کرکټ بورډ لخوا د کرکټ اجازې ترلاسه کولو وروسته به نوموړی ددې اجازه ولري چې د پاکستان په داخلي کرکټ سيالیو کې برخه واخلي.
دا یوازې عمر اکمل ندی چې په لوبو کې یې درغلۍ او رشوت اخیستی،لدې وړاندې هم د محمد عامر په ګډون زیاتره پاکستاني کرکټران پدې برخه کې پخه تجربه لري.

څو میاشتې وړاندې عمر اکمل ورور کامران اکمل پاکستان کرکټ بورډ څخه غوښتنه کړي وه،چې په عمر اکمل لګول شوی بندیز را کم کړي او نوموړي ته په داخلي کرکټ کې د لوبو اجازه ورکړي،ترڅو پرې نوموړی د پاکستان کرکټ بورډ لخوا لګول شوي جریمه پرې کړي.

نوموړي ویلي،دا چې پاکستان کرکټ بورډ په نوموړي باندې د هر قسم کرکټ بندیز لګولی،نوموړی پیسې له کومه کړي او څنګه به نوموړی وتوانیږي چې د پاکستان کرکټ بورډ لخوا پرې لګول شوي جریمه پرې کړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې