دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

مېچل سټارک د اسټرالیا لپاره لومړی لوبغاړی شو چې شل اوریزو لوبو کې زیاتې ویکټې ترلاسه کوي.

د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکي مېچل سټارک د بنګله دېش خلاف لومړۍ شل اوریزه لوبه کې د بنګالي لوبغاړي عافف حسین په سوځولو سره وکولای شول،چې په شل اوریزو لوبو کې ۵۰ ویکټې ترلاسه کړي او پدې سره د اسټرالیا لخوا لومړۍ لوبغاړی شو چې پنځوس ویکټې ترلاسه کوي.

نوموړی دغه مقام ته په ۴۰مه لوبه کې ورسیده.لدې وړاندې د اسټرالیا لپاره په شل اوریزو لوبو کې زیاتې ویکټې شین واټسن ترلاسه کړي وې،چې ۵۸ لوبو کې یې ۴۸ ویکټې اخیستي وې.

همداشان نوموړی په ټوله کې ۳۵م او د اسټرالیا لخوا پنځم لوبغاړی شو،چې ۵۰۰ ویکټې په نړیوال کرکټ کې بشپړې کوي.

د اسټرالیا لپاره تردې مهاله په شل اوریز پارمټ کې د زیاتو ویکټو اخیستوونکو بالرانو په لیست کې مېچل سټارک لومړۍ،شین واټسن دوهم او اډم زمپا دریم مقام لري.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې