مقالېنړیوال کریکټ

له ۲۷ کلن ځنډ وروسته د استرالیا نارینه وو کرکټ ملي لوبډلې نړیواله لوبه په تلویزیون خپره نه شوه.

استرالیا کرکټ ملي لوبډلې د ویسټ انډیز له سفر وروسته د پنځو شل اوریزه سیالیو په موخه بنګله دیش ته سفر وکړ چې لومړۍ لوبه کې یې له کوربه لوبډلې په «۲۳» منډو ماتې ومنله.

د راپورونو له مخې چې استرالیا کې هېڅ کوم تلویزیون یاده لوبه نه کړه او نه به روانه لړۍ لایف خپره کړي.

د ۱۹۹۴ م کال راهیسې لومړي ځل دی چې د استرالیا نارینه وو کرکټ ملي لوبډلې سیالۍ پرته د تلویزیون خپرلو ترسره کیږي.

د راپور له مخې تمه کېده چې د استرالیا تلویزیون تړون په نشتوالي کې به دا لړۍ په یوټیوب چینل خپره شي مګر په آسټرالیا کې هیڅ ژوندی پوښښ شتون نلري.

که څه هم په تېرو څو کلونو کې په استرالیا کې کله ناکله د محدود اورونو لوبه نده لیدل شوې، مګر دا لومړی ځل دی چې د ۱۹۹۴ م کال وروسته بشپړ لړۍ نه ترسره کیږي، په وروستي ځل ۱۹۹۴ م کال کې د پاکستان خلاف بشپړ لړۍ په استرالیا کې په تلویزیون ونه ښودل شوه.

راپورونه زیاتوي چې د ویسټ انډیز خلاف سیالۍ هم د پیل یوازې یو څو ورځې وړاندې د فکس سپورټس تلویزیون لخوا قرار داد شوې.

راپورونه زیاتوي چې د المپیک سیالۍ او د کرونا وایروس بندیزونه هغه څه دي چې په نړیوال بازار یې منفي تاثیرات غورځولي دي، او نړیوالې تلویزیوني شبکې د سیالۍ خپرولو ته لېولتیا نلري.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې