دلوبغاړو په اړهلیګونه

د استرالیا چټک توپ اچونکی پاټ کمېنس د ای پي ایل پاتې لوبو کې نه لوبیږي.

که څه هم نوموړي په رسمي ډول د ای پي ایل لیګ پاتي سيالیو کې د نه لوبیدو خبر ندی ورکړئ،خو د انسټګرام لایف چټ پر مهال له نوموړي څخه د یوه مینه وال لخوا همدا پوښتنه وشوه،چې تاسو به ای پي ایل کې ولوبیږی؟

نوموړي يې په ځواب کې وویل،چې میرمن مې حامله ده او شاید نږدې ورځو کې یې ماشوم پيدا شي،له همدې کبله شاید زه په ای ايل سيالیو کې ونه لوبیږم.

د پاټ کمېنس دغه څرګندونې پداسې مهال مخې ته راځي چې په یاد لیګ کې زیاترو خارجي لوبغاړو د ګډون خبر ورکړی دی.

پاټ کمېنس د ۲۰۲۱ کال ای پي ایل سيالیو لومړي پړاو کې د کلکته نایټ رايډرز لوبډلې لپاره لوبې ترسره کړې چې د پام وړ سيالۍ یې ترسره کړې.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې