دلوبغاړو په اړهمقالې

تر ۲۵ کلنۍ کم عمره غوره لوبغاړي؛ راشد خان ارمان هم په دې لیست کې شته

د کرکټ په ډګر کې په دې وروستیو کې په زیات شمېر ځوانان ښه لوبیږي او ښې لوبې نندارې ته وړاندي کوي، چې په زیات شمېر مینوال هم اوس وخت کې همدا ځوانان لري، دوی تر ډېره پوري په شل اوریزه لوبو کې ښې لاسته راوړني لري او د خپلې ملې لوبډلې ترڅنګ د نړۍ په پیاوړو لیګونو کې ښه کاګردګي ترسره کوي.

دلته په دې لیکنه کې درې هغه لوبغاړي درپېژنو، چې ۲۵ کلنۍ ته رسېدلي نه وي، خو ځان یې په نړۍ پېژندلی وي او پیاوړي لوبې ترسره کوي، د دوي له ډلې یې شاهین اپريدی، راشدخان ارمان او سیم کرن په اوسنیو کم عمره لوبغاړو کې غوره دي.

شاهین اپریدی:

د پاکستان د کرکټ ملې لوبډلې ځوان تېز توپ اچونکی دی هغه تر اوسه پوري ۲۱ کلن دي، خو په ملې لوبډله کې یې ښې لوبې ترسره کړي دي او په زیاتو لوبو کې یې ورسره په لږه موده کې برخه اخیستې ده، دې لوبغاړي تر اوسه پوري ۱۷ ټیسټ، ۲۸ یو ورځنۍ او ۳۰ یې بیا شل اوریزه لوبې ترسره کړي دي، چې په ټیسټ لوبو کې یې ۵۸ ویکټي، په یو ورځنیو لوبو کې ۵۳ او په شل اوریزه لوبو کې یې بیا ۳۲ ویکټي ترلاسه کړي دي.

راشدخان ارمان:

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې پیاوړی سلوتوپ اچونکی راشدخان ارمان دوهم کم عمره غوره لوبغاړی دی، چې په دې لیست کې راغلی، ۲۲ کلن راشد خان پیاوړی توپ اچونکی دی، چې د ملې لوبډلې ترڅنګ یې د نړۍ په هر لیګ کې برخه اخیستې ده او ښه ځلیږي، ده تر اوسه پوري په ۵ ټیسټ، ۷۴ یو ورځنیو او ۵۱ شل اوریزه لوبو کې برخه اخیستې، چې به ټیسټ لوبو کې یې ۳۴، په یو ورځنیو لوبو کې یې ۱۴۰ او په شل اوریزه لوبو کې یې ۹۵ ویکټي ترلاسه کړي دي.

سیم کرن:

د انګلستان د کرکټ ملې لوبډلې پیاوړی الراونډر لوبغاړی ۲۳ کاله عمر لري او په دې لیست کې درییم ځای لري، هغه تر اوسه پوري په ۲۱ ټیسټ، ۱۱ یو ورځنۍ او په ۱۶ شل اوریزه لوبو کې برخه اخیستې ده، کرن په ټیسټ لوبو کې ۴۴ ویکټي، په یو ورځنیو لوبو کې ۱۲ ویکټي او په شل اوریزه لوبو کې یې ۱۶ ویکټي ترلاسه کړي دي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې