لیګونهمقالېنړیوال کریکټ

بنګله دېش ته د انګلستان لوبډلې سفر ځنډولو سره پاکستان کرکټ بورډ ته انديښنې پیدا شوي.

انګلستان کرکټ بورډ په سپټمبر میاشت کې د بنګله دېش سره ترسره کیدوونکي درې شل اوریزې او درې پنځوس اوریزې سيالۍ ۲۰۲۳ کال ته وځنډولې.

د یادو سيالیو ځنډول،د کرونا ګواښ بلل شوی،خو د کرکټ د لوبو ځينو څارونکي بیا وايي،انګلستان ځکه دغه سيالۍ ځنډولي،ترڅو انګلستاني لوبغاړو ته په ای پي ایل سيالیو کې د لوبیدو وخت برابر شي.

د دوی په وینا،انګلستان نه غواړي چې هندوستان کرکټ بورډ کومه غوښتنه رد کړي او له همدې کبله چې لوبغاړي یې په ای پي ایل سيالیو کې لوبې وکړي،دغه سيالۍ یې ورته ځنډولي دي.

د بنګله دېش دورې په ځنډیدو سره اوس پاکستان کرکټ بورډ ته هم انديښنې پيدا شوي دي،چې انګلستانۍ لوبډله به روان کال کې د یو شمیر د سيالیو د ترسره کولو په موخه یاد هیواد ته له ورتګ ډډه وکړي.

خو پاکستان کرکټ اجرایوي مشر وسیم خان ویلي،انګلستان ورسره پخوا موافقه کړې چې پاکستان ته به دوره کوي.
خو د کرکټ مینه وال پدې اند دي،انګلستان چې د بنګله دېش سفر وځنډوه،شاید پاکستان ته هم له دورې انکار وکړي.

په کرکټ کې ډګر کې اوسمهال ټول راج د هندوستان هیواد شمیرل کيږي او زیاتره هیوادونه نه غواړي چې په کوچني کار سره له هندوستان کرکټ بورډ سره ټکر وکړي،له همدې کبله پدې سختو کرونايي حالتو کې زیاترو هیوادونو خپلو لوبغاړو ته په ای پي ایل سيالیو کې د لوبیدو اجازې ورکړي دي.

نیوزیلینډ یو له هغو هیوادونو څخه دی چې لوبغاړو ته یې د پاکستان په وړاندې سيالیو کې د لوبیدو په ځای د هند ای پي ایل لیګ غوره بللی دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې