نړیوال کریکټ

بنګله دیش له استرالیا وروسته د نیوزیلینډ لوبډلې د پنځو شل اوریزه سیالیو کوربتوب کوي.

بنګله دیش که څه هم د کرکټ نړیوالې شورا بسپړ غړو هېوادونو کې نسبتاً کمزوري لوبډله ده، خو روان کال یې نړیوال مهالویش مصروفه دی.

بنګله دیشۍ کرکټ ملي لوبډله اوس مهال د استرالیا لوبډلې د پنځو شل اوریزه سیالیو کوربتوب کوي چې لومړۍ لوبه کې یې په ۲۳ منډو بری خپل کړ.

د کرکټ نړیوالې شورا «ای سي سي» تازه خبر له مخې چې نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډله به روانه میاشت د «۵» شل اوریزه سیالیو په موخه بنګله دیش ته سفر وکړي.

د خبر له مخې د دواړو هېوادونو ترمنځ به ۵ شل اوریزه سیالۍ د راتلونکي سپټمبر په لومړۍ نېټه پیل شي چې د همدغې میاشتې تر ۱۰ مې نېټې به دوام وکړي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې