دلوبغاړو په اړهمقالې

فلمي ډایریکټرې فراه خان له ډوهنۍ سره د شوټینګ ترسره کولو وروسته وویل چې ډوهني یو ډير زبردست اخلاقي شخص دی.

فراه خان د هند بالیووډ فلمونو یوه مشهوره ډایریکټره شمیرل کيږي،نوموړې پدې وروستیو کې د هند کرکټ ملي لوبډلې پخواني کپتان مهندارسينګ ډوهني سره یو کمرشل یا تجارتي «شوټينګ» ترسره کړ،نوموړې د ډوهني سره د لومړي ځل مخ کیدو د تجربې په اړه ویلي،نوموړی یو ډير اخلاقي او ارام شخص دی.

هغه زیاتوي،د فلم ډکونې یا شوټينګ پر مهال یې په ورځ کې پنځه ځلې په ډوهني د فلم ډکولو لپاره لباس بدل کړ،خو نوموړي پدې موده کې هیڅ داسې شکایت ونکړ،چې لدې کاره ستړی شوم.
«دا زما لومړۍ ځل و،چې ډوهني سره مو ملاقات وکړ،مونږ پر هغه د شوټینګ لپاره پنځه ځلې لباس بدل کړ،خو نوموړي یو ځل هم لدغه کار شکایت ونکړ،زه دا ویلی شم،چې نوموړی یو څومره عجیب او خوش اخلاقه شخص دی.»

«تقریبا پنځو دقیقو ګپ وروسته،مونږ دومره سره عادي شو،لکه ښه پخوا وخت څخه چې سره پيژنو.»

فراه خان زیاتوي،د ډوهني سره په لومړي ځل د ملاقات وروسته،د هغه ښه اخلاقو ته په کتو سره یې اوس د خوښې کرکټر هم ډوهني شو.

ډوهني د هند کرکټ يوه پيژندل شوي څیره ده،نوموړی تیر کال په اګسټ میاشت کې له نړیوال کرکټ څخه لاس په سر شو،خو نوموړی په ای پي ایل سيالیو کې خپلو لوبو ته دوام ورکوي.
نوموړی به د اماراتو په کوربتوب په سپټمبر میاشت کې پيل کیدوونکي ای پي ایل سيالیو کې د چنای سوپر کینکز لوبډلې مشري ترسره کړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې