دلوبغاړو په اړهریکارډونه

شهزاد په شل اوریزه لوبو کې د ویرات کوهلي، بابر اعظم او ارون فینچ سره په نوي ریکارډ کې یو ځای دئ.

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې پیاوړی تېز توپ وهونکی او ویکټ ساتونکی محمدشهزاد محمدي د نړۍ له پیاوړ لوبغاړو سره په یوه ریکارډ کې یو ځای شوی.

شهزاد له بابر اعظم، ویرات کوهلي او ارون فینچ څخه راوروسته څلورم لوبغاړی دی، چې په شل اوریزه فارمټ کې یې په ۵۶ اننګزونو کې تر ټولو لوبغاړو زیاتې منډي جوړي کړي دي، په دې لوبغاړو کې لومړی بابر اعظم دی، چې په ۵۶ اننګزونو کې یې تر ټولو لوبغاړو په شل اوریزه لوبو کې ۲۲۰۴ منډي جوړي کړي دي، بابر په ټوله کې تر دې دمه پوري ۶۰ شل اوریزه لوبې د خپل هیواد پاکستان لپاره ترسره کړي دي، په دې لوبو کې یې ۲۲۰۴ منډي جوړي کړي او ۴ لوبو کې یې هیڅ توپ وهونه نه ده ترسره کړې.

ویرات کوهلي:

د هندوستان د کرکټ ملې لوبډلې پیاوړی توپ وهونکی لوبډلمشر ویرات کوهلی په دې لیست کې دوهم ځای لري، هغه په ۵۶ اننګزه کې ۲۰۱۲ منډي جوړي کړي، ویرات د هندۍ لوبډلې لپاره تر اوسه پوري په ۸۹ شل اوریزه لوبو کې برخه اخیستې، چې په دې لوبو کې یې ۳۱۵۹ منډي جوړي کړي دي.

ارون فینچ:

ارون فینچ د اسټرالیا کرکټ ملې لوبډلې توپ وهونکی او لوبډلمشر په همدغه لیس کې درییم ځای لري، ده په ۵۶ اننګزه کې ۱۸۰۹ منډي جوړي کړي دي، فینچ د اسټرالیا لوبډلې سره په ۷۶ شل اوریزه لوبو کې برخه اخیستې، چې په یادو لوبو کې یې ۲۴۷۳ منډي جوړي کړي دي.

محمد شهزاد:

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې پیاوړی تېز توپ وهونکی او ویکټ ساونکی محمدشهزاد په ۵۶ اننګزه کې ۱۷۰۳ منډي جوړي کړي، شهزاد په ټوله کې په ۶۵ شل اوریزه لوبو کې لوبېدلی، چې په دې لوبو کې یې ۱۹۳۶ منډي جوړي کړي دي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې