دلوبغاړو په اړهلیګونهمقالېنړیوال کریکټ

انګلستان کرکټ بورډ د «ای پي ایل» له امله نړیواله لړۍ لغوه کړه.

انګلستان کرکټ بورډ په پلان کې لري چې سپټمبر میاشت کې یې د لوبډلې سفر بنګله دېش ته وځنډوي،چې پدې سره به انګلستاني لوبغاړي په ای پي ایل کې لوبیدو ته وزګار شي.

که څه هم انګلستان کرکټ بورډ لدې وړاندې اعلان کړئ وو،چې لوبغاړي یې باید د خارجي لیګونو په ځای لومړۍ خپلو نړیوالو ته ترجیح ورکړي،خو د بنګله دېش دورې په ځنډیدو سره لوبغاړي په ازادنه ډول ای پي ایل کې لوبیدلی شي.

که څه هم د بنګله دېش دورې د ځنډیدو کوم علت ندی ښودل شوی،خو ویل شوي چې د انګلستان او هندوستان ترمنځ اوسنی سیالۍ تر سپټمبر میاشتې پورې دوام کوي او بیا لوبغاړو ته دومره استراحت نه وي چې سمدستي بنګله دېش ته هم دوره وکړي او له همدې کبله ممکن انګلستان کرکټ بورډ شاید همدا پریکړه کړي وي.

د ورکړل شوو معلوماتو له مخې د بنګله دېش سره ځنډول شوي سیالۍ به راتلوونکو اتلس میاشتو کې بیا پلان شي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې