دلوبغاړو په اړهریکارډونهنړیوال کریکټ

کریس ګیل له ۲۰۱۳م کال وروسته په محمد حفیظ کومه بونډرۍ نده ترلاسه کړې.

د پاکستان او ویسټ انډیز ترمنځ په دریمه شل اوریزه لوبه کې محمد حفیظ اټیکنګ «پیلیزه» توپ اچونه وکړه، کریس ګیل چې د «یونیورس بوس» په نوم هم شهرت لري هیڅ فرصت ورنکړ چې ورباندې کومه څلوریزه یا شپږیزه ترلاسه کړي.

د پاکستان یو خصوصي تلویزیون «اې آر وای» نیوز په وینا، کریس ګیل په ۲۰۱۳ م کال کې د کارابین پریمر لیګ راهیسې د محمد حفیظ «۵۳» توپونو سره مخ شوی دی چې ورباندې کریس ګیل په کومه څلوریزه یا شپږیزه ندی توانېدلی.

د پاکستان او ویسټ انډیز ترمنځ لومړۍ او دریمه شل اوریزه لوبې د باران له امله بې پایلې شوې خو پاکستانۍ لوبډلې د لړۍ په دوهمه شل اوریزه سیالۍ کې په اوو منډو ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه.

په دې لوبه کې محمد حفیظ د ښې توپ اچونې له امله د لوبې غوره لوبغاړی هم اعلان شو.

هغه په ​​دوهمه شل اوریزه سیالۍ کې په څلورو اورونو کې یو مېډن کړ او پاتې درې اورونو کې یې یوازې شپږ منډې ورکړې او یوه ویکټ یې واخیسته.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې