لیګونهمقالې

کرابین پریمیر لیګ کې دا ځلې پریټي زینټې لوبډله واخیسته.

دا ای پي ایل لوبډلو مالکین په ویسټ انډيز کرابین پریمیر لیګ سيالیو کې خپلې پانګونې ته دوام ورکوي، د راجستان رویلز لوبډلې مالکینو وروسته دا ځلې پنجاب کینکز لوبډلې هم د سنت لوشیا زوکس لوبډله واخیسته او د اخیستلو سره سم د یادې لوبډلې نوم هم له د سنت لوشیا زوکس لوبډلې څخه سنت لوشیا کینکز لوبډلې ته تغیر وکړ.

درن سمي چې د سنت لوشیا کینکز لوبډلې مرستیال او لارښود روزونکی هم دی،د پنجاب کینکز لوبډلې ددغه ګام څخه مننه کړې.

هغه وویل:«زه د نوي لوګو او د لوبډلې د نوي نوم سره مینه لرم.دا ډير د خوښۍ ځای دی چې پنجاب کینکز لوبډلې سره تړل کیږو.زه پوره باوري یم،چې د لوبډلې نوی نوم سره به لوبغاړي ډير وهڅیږي.او زمونږ لوبغاړي به هم کټ مټ د پنجاب کینکز لوبډلې لوبغاړو په څير په کرابین پریمیر لیګ سيالیو کې لوبې ترسره کړي.»

سنت لوشیا کینکز لوبډله د کرابین پریمیر لیګ غښتلي لوبډله ده او تیر کال تر پایلوبې رسيدلي وه.

سنت لوشیا کینکز لوبډله به د روان کال کرابین پریمیر لیګ سيالیو لومړۍ لوبه د اګسټ په ۲۷مه نېټه د جامیکا لوبډلې خلاف ترسره کړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې