دلوبغاړو په اړهمقالې

وارنر د ملګرتیا نړیوالې ورځ په مناسبت د سنرایزرس لوبډلې لوبغاړو تصویر خپور کړئ خو راشدخان عکس پکې نشته.

د ملګرتیا نړیوالې ورځ په مناسبت اسټرالیاوي لوبغاړي او د سنرایزرس حیدراباد لوبډلې مشر ډیويډ وارنر هم ټولو ملګرو ته ددغې ورځې مبارکي وړاندې کړي ده.

نوموړي پخپله انسټګرام پاڼه ددغې ورځ په مناسبت د سنرایزرس حیدراباد لوبډلې لوبغاړو جوني بېرسټو او کین ویلیمسن سره شریک تصویر خپور کړی او ورسره یې لیکلي دي: «ټولو ته د ملګرتیا ورځ مبارک وي.د کرکټ ښایست پدې کې دی،چې مونږ د ټولې نړۍ څخه ملګري لرو.»

راشدخان چې د ډيویډ وارنر یو نږدې ملګری هم شمیرل کیږي او همداشان د نوموړي د خوښې لیګ سپنر بالر دی،خو د وارنر لخوا په خپاره شوي تصویر کې نه ښکاري.

وارنر چې د حیدراباد لوبډلې یو مخکښ او د ملا تیر لوبغاړی شمیرل کیده،خو په تیرو دوو پړاونو کې د نوموړي کپتانۍ لاندې حیدراباد لوبډله په جدول کې ډيره وروسته پاتي شوه.

په ۲۰۲۱ کال ای پي ایل لومړیو سيالیو کې هم د نوموړي خرابې کپتانۍ له کبله لوبډله مخ په ځوړه لاړه او د سنرایزرس حیدراباد لوبډلې منجمېنټ اړ شو،چې د لیګ په نیمایي کې وارنر له کپتانۍ رخصت کړي او په ځای یې کین ویلیمسن د لوبډلې د مشر په توګه وټاکي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې