بهرني لوبغاړيمقالې

راپورنه: د سریلانکا نور لوبغاړي به هم ډېر ژر له نړیوال کرکټ څخه استعفا اعلان کړي.

د سریلانکا کرکټ ملې لوبډله په دې ورستیو کې له زیاتو ستونزو سره مخ ده، چې په یاده لوبډله کې زیاتره لوبغاړی غواړي له نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړي.

د تازه راپورونو په پراساس که د سریلانکا کرکټ بورډ کارونه همداسي جریان ولري د اوسارا اودانا په څیر به نور پیاوړي لوبغاړي به هم ډېر ژر له نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړي، د اودانا ناڅاپي پریکړي د سریلانکا کرکټ بورډ او لوبغاړي زیات حیران کړل.

د سریلانکا کرکټ بورډ د نوي سیسټم له مخې لوبغاړي به د تجربې او فیټنس په وسیله په ملې لوبډله کې جذبیږي او د دې لوبډلې برخه به ګرځي، چې په دې کې د یادې لوبډلې د دوو موهمو لوبغاړو ورسره مخالفت ښودلي او کرکټ بورډ ته یې دا اخطار ورکړی دی، چې له ملې لوبډلې څخه به جلا شي.

دیموت کرونارتني او انجیلو متیوز په ملې لوبډله کې هغه دوه لوبغاړي دي، چې کرکټ بورډ ته یې د کرکټ پرېښودو ویلي، د دې ترڅنګ نوشکا ګوناتیلاکا، کوسل مینډیس، او نیروشن ډیک ویلا درې هغه لوبغاړي دي، چې په انګلستان د انضباطي سر غړوني له امله له یو کلن بندیز سره مخ  شوه، د راپور له مخې، چې دوی هم په پلان لري له نړیوال کرکټ څخه تقاعد وکړي او متحده ایالاتو ته مهاجرت وکړي.

سریلانکا ملې لوبډلې ته دا ګواښونه په داسي حال کې متوجه کیږي، چې دا لوبډله به د راتلونکې سپټمبر میاشتې په ۲ مه نېټه د سولي افریقا سره د یو روځنیو او شل اوریزه لوبو سریز پېل کړي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې