دلوبغاړو په اړهلیګونهمقالې

د هند کرکټ کنټرول ادارې زور: له بهرنیو لوبغاړو وروسته د کشمیر پریمر لیګ څخه د پاکستان قرار دادي لوبغاړي هم بهر شول.

د پاکستان کرکټ بورډ «پي سي بي» رسنیو څانګې مسؤل «سمیع الحسن برني» تایید کړه چې د پاکستان کرکټ بورډ سره مرکزي قرارداد شوي لوبغاړي به د کشمیر پریمر لیګ «کې پي ایل» راتلونکي افتتاحي پړاؤ کې برخه وانخلي.

د بي بي سي اردو سره د خبرو پرمهال برني وویل چې د لوبغاړو لپاره استراحت مهم دی ترڅو روان کال مصروفه مهالویش کې ښې سیالۍ ترسره کړي.

برني وویل” د پاکستان مرکزي قرارداد شوي لوبغاړي به د کشمیر پریمر لیګ برخه نه وي ځکه چې پاکستانۍ لوبډله اوس مهال په ویسټ انډیز کې مصروفه ده، د ویسټ انډیز سفر وروسته پاکستان د افغانستان او انګلستان پر وړاندې لړۍ لري، نو د لوبغاړو کاري بار هم باید اداره شي.

هغه وویل چې پاکستان چې پاکستان سوپر لیګ او نیشنل ټي ټوني کپ د پاکستان رسمي لیګونه دي پداسې حال کې چې کسمیر پریمر لیګ یو کورنی ایونټ دی چې یوازې تقاعد شوی لوبغاړي به پکې برخه واخلي.

ټاکل شوې ده چې لومړی پړاو کشمیر پریمر لیګ به د ازاد کشمیر مظفراباد لوبغالي کې د شپږو لوبډلو په ګډون د اګست په ۶ مه نېټه پیل شي چې ۱۱ ورځې به دوام وکړي.

کشمیر پریمر لیګ کې د پاکستان ملي لوبغاړو سربېره یو شمېر بهرنیو لوبغاړو هم ګډون کړی وو چې د هندوستان مداخلې او ګواښ وروسته یې ګډون لغوه کړ.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې