لیګونهمقالې

د متحده عربي اماراتو کرکټ بورډ په نوښت نوی شل اوریزه کرکټ لیګ پیلیږي.

اماراتو کرکټ بورډ اعلان کړئ چې دوی به راتلوونکي ۲۰۲۲ کال جنورۍ میاشت کې یو بل نوی لیګ (پي ایل ټونټي) لیګ سيالۍ پیل کړي.

د اماراتو کرکټ بورډ چیرمین شیخ نهیان بن مبارک النهیان ویلي،دغه نوي لیګ کې به د نړۍ زیات مشهوره کرکټران لوبې ترسره کړي.

د اماراتو کرکټ بورډ ددغه مشر په وینا،چې پدغه شل اوریزه لیګ کې به شپږ لوبډلې برخه ولري.

په اماراتو هیواد کې لس اوریز،شل اوریز او د نړۍ نورو لیګونو کوربتوب د مینه والو پام ځانته را اړولی دی او تراوسه اماراتو په ښه شان سره د ټولو سيالیو کوربتوب ترسره کړی دی.

که څه هم اماراتو کرکټ بورډ ددغه نوي (پریمیر لیګ شل اوریزه) سيالیو لپاره لوګو هم اعلان کړئ دی،خو تراوسه یې د یادو سيالیو نېټې ندي اعلان کړې.

اماراتو کرکټ بورډ وایي،ډير ژر به د دغه نوي لیګ سيالیو د لوبډلو نومونه او همداشان د سيالیو نېټې هم اعلان کړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې