افغانستان کریکټبهرني لوبغاړينړیوال کریکټ

د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیالیو ته د ګوتې په شمار ورځې پاتې دي خو افغان لوبډله کابل کې دیره ده.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرکټ نړیوالې شورا په چوکټ کې د ورلډ کپ سوپر لیګ درې پنځوس اوریزه سیالۍ د افغانستان په کوربتوب سریلانکا هېواد کې ترسره شې.

پاکستان لوبډلې چې روان کال د کرکټ درې واړه فارمټو کې د بېلا بېلو هېوادونو خلاف سیالۍ ترسره کړې او له هم بوخته ده، خو افغان لوبډلې د ایرلینډ خلاف درې پنځوس اوریزه سیالۍ ترسره کولو وروسته په کور ناسته ده.

د کرونا محدودویاتونو او بل هېواد ته له سفر وروسته د «۷» ورځې قرانطین ته په کتو باید افغان لوبډلې د ښه تیاري په موخه دوه میاشتې دمخه سریلانکا ته سفر کړی وائ.

افغان کرکټ بورډ د دوه روزنیزو کمپونو وروسته لس ورځې وړاندې د پاکستان خلاف ۱۷ کسیزه لوبډله اعلان کړه چې له هم په کابل کې دیره ده.

افغان کریک انفو هڅه وکړه چې سریلانکا هېواد ته د افغان لوبډلې سفر دقیقې نېټې معلومات ترلاسه کړي خو بریالۍ نشوه.

افغان کریک انفو ته یوې سرچینې وویل چې سریلانکا ته د افغان لوبډلې سفر ځنډېدل په اعلان شوي نوملړ جنجال د سفر ځنډېدلو لامل شوی دی.

د پاکستان په څېر قوي لوبډلې خلاف سیالۍ او بیا په نابلده هېواد سریلانکا کې د یوې لوبډلې کوربتوب او افغان لوبغاړو ښه تیاري په موخه باید افغان لوبډله دوه میاشتې وړاندې دغه هېواد استول شوي وائ.

که څه هم دواړو کرکټ بورډونو رسمي خبر ندی ورکړی خو د پاکستان رسنیو څو ورځې وړاندې خبر ورکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به لړۍ د سپټمبر په لومړۍ نېټه پیل شي.

د سپټمبر لومړۍ نېټه ته شاوخوا ۲۸ ورځې پاتې دي چې له هم افغان لوبډلې سفر ندی کړی، افغان لوبډله به سریلانکا ته په رسېدو سره ۷ ورځې د کرانطین موده هم تېروي چې د ځايي قلبونو خلاف سیالۍ او یا هم نورو تمریناتو لپاره به ډېر کم وخت ولري.

یو خوا د پاکستان خلاف ځوانه لوبډله اعلانېدل، په نابلده هېواد کې کوربتوب کول او د تمریناتو لپاره زیات وخت نه لرل به هغه څه وي چې ممکن افغان لوبډله له سختو ستونزه سره مخ کړي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې