دلوبغاړو په اړهمرکې

حضرت ځاځی: هره لوبه زما لپاره یو چلېنج وي

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلي پیاوړی تېز توپ وهونکی حضرت الله ځاځی وایې ماته هره لوبه یو لوي چلېنج وي او لوبه کول راته خوند راکوي.

ځاځي له شمشاد نړیوال تلویزیون سره په یوې ځانګړي خپرونه کې یادي څرګندوني کړي دی، چې هره لوبه ورته یو چلېنج وي.

ځاځي زیاته کړه:
“زما لپاره هره لوبه یو جلېنج وي ځکه، چې هره لوبه زما او د ټول افغانستان لپاره زیاته مهمه وي، هغه غوښتنه چې راشدخان ارمان د پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې زما لپاره د جاوید افریدي څخه د موټر د موټر رکولو کړې وه، هغه زموږ ترمنځ په ټویټر که یوه شوخي وه، چې په حقیقت کې داسي هیڅ نه وو موجود.

نوموړي وویل چې غواړم د راتلونکي شل اوریزه نړیوال جام لپاره ډېر چمتوالی ولرم تر څو ملې لوبډلې ته ویاړونه ورپه برخه کم.

حضرت الله ځاځي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د ژوند تر ټولو خوږه خاطره مي د ایرلینډ پر وړاندي شل اوریزه لوبه کې د ۱۶۲ منډي جوړول وو.

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې دا ځلانده ستوری ملې لوبډلې ته شل اوریزه او یو ورځنیو لوبو کې لوبیږي، ځاځی د خپل هیواد ترڅنګ په نړیوالو لیګونو لکه د پاکستان سوپر لیګ، بنګله دیش پریمر لیګ او لس اوریزه کرکټ لیګ په څېر سترو لیګونو کې هم لوبېدلی دئ.

۲۳ کلن ځاځي د افغانستان ملې لوبډلې لپاره ۱۶ یو ورځنۍ او ۱۵ یې شل اوریزه لوبې ترسره کړي دي، چې په شل اوریزه لوبو کې یې ۵۷۰ او په یو ورځنیو لوبو کې یې ۳۶۱ منډي جوړي کړي دي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې