ریکارډونهنړیوال کریکټ

محمد حفیظ د ویسټ انډیز خلاف توپ اچونه کې ریکارډ جوړ کړ.

پاکستان په دوهمه شل اوریزه لوبه کې ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه او د څلورو لوبو لړۍ کې یې یو د صفر په وړاندې مخکېوالی ترلاسه کړ.

د ویسټ انډیز په پروویډنس کې د لړۍ په دوهمه شل اوریزه لوبه کې پاکستان لومړۍ توپ وهمه وکړ او په ټاکل شوو ۲۰ اورونو کې یې «۱۵۷» منډې جوړې کړې چې په ځواب کې کوربه لوبډلې یوازې ۱۵۰ منډې جوړې کړې او د ۷ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

د لوبې غوره لوبغاړی محمد حفیظ اعلان شو، نوموړي په ۴ اورونو کې یوازې د «۶» منډو په ورکولو سره یوه ویکټ واخیسته.

دا د محمد حفیظ مسلک غوره اقتصادي توپ اچونه وه، په توپ وهنه کې محمد حفیظ د منډو جوړولو جوګه نه شو، مګر په توپ اچونه کې ښه ثابت شو.

محمد حفیظ د لوبې وروسته وویل چې خوښ دی چې د ویسټ انډیز په څېر غټو هېټرانو ته توپ اچونه کوي او بیا ریکارډي ثابیتږي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې