بهرني لوبغاړيمقالې

پنځه هغه لوبغاړي چې لوبډله کې زیاتې پیسې اخلي

کرکټ اوس په نړۍ کې دوهمه لوبه ده، چې لوبغاړي ورڅخه زیات عاید لاسته راوړي او په دې برخه کې بیا زیات پېسې هغه لوبغاړی ګټي، چې پیاوړی وي.

دلته به پوه سوو، چې کوم لوبغاړی د لیست په سر کې دئ او څومره پیسه په کلني ډول لاسته راوړي او د  خپل کرکټ بورډ څخه څونده پېسې اخلي، لومړي ځای کې د انګلستان د کرکټ ملې لوبډلې پیاوړی لوبغاړی او لوبډلمشر ایون مورګن دی، هغه له خپل کرکټ بورډ څخه د کاله ۶۷.۷ لکه پېسې اخلي خو یاد لوبغاړی په ټوله کال کې ۸.۱۲ کروړه پېسې عاید ترلاسه کوي، چې  ۱ کروړ د ۱۰۰ لکه پیسو سره سمون خوري.

په دوهم ځای کې د هندوستان د کرکټ ملې لوبډلې پیاوړي لوبډلمشر ویرات کوهلي دئ، هغه په هر کال کې د کرکټ څخه ۷۰۰ لکه پېسې لاسته راوړي، په درییم ځای کې د اسټرالیا د کرکټ ملې لوبډلې پیاوړی لوبغاړی او لوبډلمشر ټيم پین شتون لري هغه له مختلفو شرکتونو او سپانسرانو څخه په زیات شمېر عاید لاسته راوړي، چې د کاله ۶.۸۰ کروړه پېسې کیږي.

په څلورم ځای کې د سریلانکال د کرکټ ملې لوبډلې لوبغاړی دینش چندیمال شتون لري، هغه له خپل کرکټ بورډ څخه ۱۸ لکه پېسې له کاله اخلي خو په ټوله کې ۳.۵۳ کروړه عاید لاسته راوړي او په پنځم ځای کې د نیوزلینډ د کرکټ ملې لوبډلې لوبډلمشر کین ویلمسن شتون لري هغه هر کال ۳.۴۷ کروړه عاید لاسته راوړي.

په دې لیکنه کې تر ټولو جالیبه خبره داده، چې دا ټول لوبډلمشران وه، چې زیات عاید یې لاسته راوړه.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې