ریکارډونهمرکې

هغه لوبه چې د ۱۷۷ میلیونه خلکو لخوا نندرا شوه او په نړیواله کچه یې د زیاتو کتونکو ریکارډ ثبت کړ.

کرکټ نړیوالې شورا هم ويلي،د هند او نیوزیلینډ ترمنځ د ای سي سي ټيسټ چمپيون شيپ سيالیو پایلوبه د ټيسټ چمپيون شيپ سيالیو په تاریخ کې تر ټولو ډيره لیدل شوي سيالي وه.

کرکټ نړیوالې شورا ویلي،د هند او نیوزیلینډ ترمنځ د ای سي سي ټيسټ چمپيون شيپ سيالیو وروستۍ پایلوبه په نړيواله کچه د ۱۷۷ میلیون کسانو لخوا ننداره شوي ده،چې دا د ټيسټ چمپیون شيپ سيالیو په تاریخ کې تر ټولو ډيره لیدل شوي سيالي وه.

د کرکټ نړیوالې شورا په وینا،یاده پایلوبه د هند د سټار سپورټس لخوا د کرکټ مینه والو ته په ښه کیفیت په ژوندۍ بڼه خپره شوه.نیوزيلینډ چې یو کم نفوسه هیواد شمیرل کیږي،د کرکټ نړیوالې شورا د معلوماتو له مخې چې شاوخوا ۲ لکو کسانو لوبه نندراه کړي وه او ټول مینه وال په شپه کې ورته راپورته شوي وو.

د یادونې وړ ده چې د ای سي سي ټيسټ چمپیون سيالیو پایلوبه نیوزیلینډ ګټلي وه او دا یې له ډير ځنډ وروسته لومړۍ ځل و،چې دوی د ای سي سي یوه جام ټرافي خپلوي.

زیاترو نیوزیلینډي لوبغاړو ویلي،چې د ای سي سي ټیسټ چمپیون شيپ سيالیو اتلوالۍ ګټل،دوی ته له نړیوال جام څخه کم نه وو.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې