نړیوال کریکټ

سریلانکا د دریو شل اوریزه سیالیو لړۍ په دوهمه لوبه کې هندۍ لوبډله ماته کړه.

د هندوستان او سریلانکا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دریو شل اوریزه سیالیو لړۍ دوهمه لوبه ترسره شوه چې پکې سریلانکا په ۴ ویکټو بریا خپله کړه.

په سیالۍ هند لومړۍ توپ وهنه وکړه چې ۲۰ اورونو کې یې د ۵ لوبغاړو سوځېدو په سر ۱۳۲ منډې وکړې او سریلانکا ته ۱۳۳ هدف وټاکل شو.

هندوستان ته په توپ وهنه کې شکر دهوان ۴۰ زیاتې منډې وکړې، سریلانکا ته اکیلا دنانجییا دوه لوبغاړي وسوځول.

سریلانکا ټاکل شوی هدف د لوبې ۱۹.۴ اورونو کې د ۶ لوبغاړو سوځېدو په سر ترلاسه کړ او په ۴ ویکټو یې بریا خپله کړه.

سریلانکا نه دنانجییا ډي سیلوا ۴۰ ناسوځېدلي منډې وکړې او هندوستان ته کلدیف یادو دوه لوبغاړي وسوځول.

دنانجییا ډي سېلوا د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو، د دریو شل اوریزه سیالیو لړۍ یو پر یو مساوي شوه چې وروستۍ دریمه لوبه یې هم ترسره کیږي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې