لیګونه

د پاکستان سوپر له ستر ګواښ سره مخ دی، که پاکستان کرکټ بورډ یې ستونزه حل نکړي د لوبډلې سپانسران به راتلونکي پړاو کې د لوبډلې سپانسرشپ ونکړي

پاکستان کرکټ بورډ له یو بل ستر ګواښ سره مخ شو او د پاکستان سوپر لیګ لوبډلو ویلي،د عوایدو په ویش کې له دوی څخه پاکستان کرکټ بورډ زیات عواید وړي،چې دوی ته د منلو وړ ندي.

پاکستان سوپر لیګ لوبډلو ګواښ کړئ،که په مناسب ډول له دوی سره د عوایدو په ویش کې انصاف ونکړي،دوی اړ دي چې راتلوونکي پي ایس ایل لوبولو څخه ډډه وکړي.

د ورکړل شوو د معلوماتو په اساس په بورډ کې دننه ځینې کسان هڅه کوي چې د مالي ویش په یوه نوي سیستم سره د لوبډلو او بورډ ترمنځ ویش کړي چې لدې سره د پي ایس ایل لوبډلو چارواکي مخالفت ښي.

اوس د مالي او عوایدو د ویش موضوع د پاکستان سترې محکمې ته رسیدلې او محکمه به د دوی ترمنځ پریکړه وکړي.

ټاکل شوي پاکستان سوپر لیګ سیالۍ به د ۲۰۲۲ کال فبرورۍ میاشت کې پاکستان هیواد کې ترسره شي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې