نړیوال کریکټ

د پاکستان او ویسټ ترمنځ د پنځو شل اوریزه سیالیو لړۍ دریو ته راکمه شوه.

ټاکل شوې وه چې د ویسټ انډیز او پاکستان ترمنځ د دوه ټیسټ سیالیو ترڅنګ پنځه «۵» شل اوریزه سیالۍ هم ترسره شي چې راتلونکي شل اوریزه نړیوال جام ته ښه تیاری او درجه بندۍ لپاره ښه موقع وه.

د پنځو شل اوریزه سیالیو لړۍ شمېر وروسته له هغې څلورو ته محدود شو چې د استرالیا او ویسټ ترمنځ دوهمه پنځوس اوریزه سیالۍ د کرونا وایروس له امله وځنډېده.

ټاکل شوې وه چې پرون د جولاۍ ۲۸ مه نېټه د دواړو هېوادونو ترمنځ د څلورو شل اوریزه سیالیو لړۍ پیل شي، په سیالۍ کې ویسټ انډیز د نهه اورونو وروسته چې ۸۵ منډې یې جوړې کړ‌ې لوبه د باران له امله مساوي اعلان شوه.

ټاکل شوې ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لړۍ دوهمه شل اوریزه لوبه د جولاۍ په ۳۱ مه نېټه ترسره شي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې