دلوبغاړو په اړهمرکې

د متحده عربي اماراتو کرکټ لوبغاړی «روښان مصطفی» د ام ایس ډوهني او ویراټ کوهلي لوبډلمشرۍ توپیر په ګوته کوي.

روښان مصطفی د پاکستان کوهاټ سره تعلق لروونکی لوبغاړی دی،نوموړی په پنځلس کلنۍ عمر کې له خپلې کورنۍ سره یو ځای اماراتو هیواد ته کډوال شو او هلته یې د کرکټ لوبې پیل کړې.په ۲۰۰۷ کال کې نوموړي د اماراتو نوولس کلنو کرکټ ملي لوبډلې ته لار پيدا کړه او بالاخره په ۲۰۱۴ کال کې یې د اماراتو کرکټ ملي لوبډلې ته لار پیدا کړه.او د تیرو شپږ- اوو کلونو راهیسې د اماراتو کرکټ ملي لوبډلې لپاره لوبې ترسره کوي.

د کریکټریکر ويب پاڼې سره نوموړي په ځانګړي مرکه کې د خوښې لوبغاړی هندی ویراټ کوهلي یاد کړئ دی، خو ددې پوښتنې په ځواب کې چې ډ‌وهني او ویراټ کوهلي کې کوم یو ښه کپتان دی؟
نوموړي يې په ځواب کې ویلي،چې مهندراسينګ ډوهني له ویراټ کوهلي څخه یو ښه کپتان دی.

د نورو پوښتنو ترڅنګ نوموړي د ای پي ایل د خوښې لوبډله بنګلور یاده کړي ده او همداشان یې د هندي سينما ستورو کې د خوښې کرکټر سنجي دت یاد کړی دی.

روښان مصطفی د اماراتو کرکټ ملي لوبډلې پښتون لوبغاړی دی.نوموړي د اماراتو کرکټ ملي لوبډلې لپاره ۳۹ یو ورځنۍ لوبې کړي چې ۷۶۱ منډې او همداشان ۴۳ ویکټې يې اخیستي دي. په شل اوریزو لوبو کې يې بیا ۷۶۶ منډې او ۴۵ ویکټې ترلاسه کړي دي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې