دلوبغاړو په اړهمقالې

د جسپریټ بومرا سرمایه او کلني معاشونه څومره دي او د هند لپاره څومره ارزښتمند دی؟ لیکنه ولولئ

جسپریټ بومرا د هند لپاره یو کلیدي لوبغاړی دی، هغه څو کاله مخکې د ای پي ایل لوبو پر مهال ښه وځلید او له ځلیدو وروسته یې ملي لوبډلې ته لار پیدا کړه، د هند کرکټ کنټرول بورډ بي سي سي ای له بل هر لوبغاړي زیات اوس وخت کې دده خیال ساتي او کوشش کوي چې د مهمو لوبو او تورنمنټو لپاره یې وساتي، ځکه هغه اوس وخت کې د تیز توپ اچونې رهبر دی او هندوستان ورته ډیره اړتیا لري.

کرک فیټ ډاټ کام د هغه په اړه دا معلومات چمتوو کړي دي.
کلنی معاش: بومرا دریم مخکښ کرکټر دی چې د بي سي سي ای په کلنۍ بودیجه کې په الف مثبته کټګورۍ کې دی، هغه په اوسط ډول ۷ کروړه هندۍ کالدارۍ د کال ترلاسه کوي، همداراز د یو ورځنیو لوبو ۶ لکه او د شل اوریزو لوبو ۳ لکه میچ فیس هم ترلاسه کوي.

د ای پي ایل معاش: بومرا د ممبیي انډینز لوبډلې یو دایمي لوبغاړی دی، هغه په لوبډله کې د توپ اچونې په برخه کې مهم رول لوبوي او هرکال د ۱۲ کروړه هندۍ کلدارو په مقابل کې د ممبي لوبډلې لخوا اخیستل کیږي.

کور، موټر او ژوند: هغه له خپلې کورنۍ سره په احمد اباد کې ژوند کوي، د کور قیمت یې شاوخوا ۳ کروړه دی، په ممبیي کې هم کور لري ۲ کروړه قیمت لري، مختلف موټرونه هم لري، رینجر، مرسیډیز، بینز او نیسان د مشهورو کمپنیو موټرې لري.

ملاتړکوونکي بنسټونه: د معلوماتو له مخې چې بومرا ۱۱ ملاتړ کوونکي بنسټونه لري، داسې بنسټونه دي چې یواځې دده ملاتړ کوي او دی سپانسر کوي چې له دې لارې هم ډیره سرمایه لاسته راوړي، دې سره په خواکې له اسنټګرام او نورو خواله رسنیو هم پیسې ترلاسه کوي.

شخصي سرمایه: د وروستیو معلوماتو له مخې چې بومرا اوس وخت کې ۴.۱ میلیون ډالر سرمایه لري.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې