بهرني لوبغاړيمقالې

ایا خبریاست هندۍ لوبډلې ته چا زیاتې شل اوریزه لوبې ترسره کړي دي؟

د هندوستان کرکټ ملې لوبډله، چې د اسیا په سطحه یوه پیاوړې لوبډله ده، دې لوبډله کې تر ډېره پوري پیاوړی توپ اچونکي او توپ وهونکی شتون لري.

په دې لیکنه کې هغه لوبغاړي درپېژنو، چې د هندوستان کرکټ ملې لوبډلې لپاره یې زیاتې شل اوریزه لوبې ترسره کړي دي، د یاد لیست په سر کې د دې لوبډلې پیاوړی توپ وهونکی روهت شرما شتون لري، هغه تر اوسه پوري د هند لوبډلې لپاره ۱۱۱ شل اوریزه لوبې ترسره کړي دي، دوهم ځای کې د هندوستان ملې لوبډلې پخوانی لوبډ‌لمشر ایم ایس ډ‌وهني قرار لري، هغه تر اوسه د هند لوبډلې ته په ۹۸ شل اوریزه لوبو کې برخه اخیستې ده.

په درییم ځای کې د هندوستان کرکټ ملې لوبډلې اوسنې لوبډلمشر ویرات کوهلي شتون لري، دې لوبغاړي په ۹۰ شل اوریزه لوبو کې د هند لپاره برخه اخیستې ده، په څلورم ځای کې سوریش رانا، هغه په ۷۸ شل اوریزه لوبو کې برخه اخیستې ده، پنځم لوبغاړی چې د هندوستان کرکټ ملې لوبډلې لپاره یې زیاتې شل اوریزه لوبې ترسره کړي دي، هغه شکر دهوان دي، چې ۶۷ لوبې یې کړي دي.

یوراج سینګ شپږم لوبغاړی دی، ده په ۵۸ شل اوریزه لوبو کې برخه اخیستې ده، جسبریټ بومرا د هندوستان کرکټ ملې لوبډلې لپاره ۵۰ شل اوریزه لوبې ترسره کړي دي او په اووم ځای کې شتون لري، اتم لوبغاړی چې د هندوستان کرکټ ملې لوبډلې ته یې زیاتې شل اوریزه لوبې ترسره کړي دي، هغه جدیجا دی چې ۵۰ لوبې یې ترسره کړي دي او نهم لوبغاړی بونیشور کمار دی هغه هم ۵۰ شل اوریزه لوبې ترسره کړي دي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې